کورپاڼه / روغتيا / هره ورځ دوه پیالې د اولونګ چای وڅښئ او د وزن د کمښت په ګډون لاندې ګټې ترلاسه کړئ

هره ورځ دوه پیالې د اولونګ چای وڅښئ او د وزن د کمښت په ګډون لاندې ګټې ترلاسه کړئ

روغتیایي او څېړنېزو کارپوهانو دعوه کړې، چې داسې چای هم شتون لري که چېرته په ورځني ډول سره دوه پیالې وڅښل شي، نو د شپې پرمهال چاغښت کمولی شي. د ډیلي میل د راپور له مخې ویل کېږي چې د ټسوکوبا د پوهنتون کارپوهانو د چاغښت او د وزن د کمښت په اړه څېړنې کړي او په دې اړه یې مختلفې مشاهدې هم ترسره کړي دي.

ویل کېږي چې د څېړنې پرمهال یې د اولونګ د چایو ګټې هم کتلي او ویلي یې دي که چېرته په ورځني ډول دوه پیالې د اولونګ چای وڅښل شي، د چاغښت څخه مو ژغورلی شي. کارپوهان وایي چې د اولونګ په چایو کې داسې ځانګړتیاوې شته، چې د شپې پرمهال د بدن اضافي وازده او کالوري ختموي او د میتابولیزم په عملیه کې ښه والی راولي.

روغتیایي کارپوهان زیاتوي، چې د اولونګ په چایو کې مختلف انټي اکساید شتون لري، چې نه یوازې د روغتیا لپاره ګټور وي، بلکې د چاغښت لپاره هم ګټه رسولی شي. کارپوهانو د څېړنو پرمهال رضاکاره کسان په دوو ډلو ویشلي ول، چې یو ډلې ته یې تر دوو اوونیو پورې د اولونګ چای ورکړی، خو دویمې ډلې ته یې بیا نور څښاک ورکول. دوه اوونۍ وروسته کارپوهانو په حیرانۍ سره ولېدل، هغه کسان چې د اولونګ چای یې څښلی و، ۲۰ سلنه یې په خوب کې ښه والی راغلی و او وزن د کمښت لامل یې هم ګرځېدلی و، خو هغه چې ذکر شوی چای یې نه و څښلي، په چاغښت کې اضافه شوي وه. دغه راز کارپوهانو یې ځینې نورې ګټې هم بیان کړي چې عبارت دي د زړه او شکر د ناروغۍ څخه مخنیوی، د حجرو قوت، د ستوني، سینې او د سر درد لپاره ګټور تمامېږي.

د اولونګ چای څه شی دی؟

د اولونګ چای ترټولو قیمتي او مشهور چینایي دی، چې د سور او شین چای ترمنځ قرار لري. ذکر شوی چای په ډېره اندازه غذایي توکي لري، چې په تیارولو کې یې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لیدل کېږي.

یاده دې وي هغه کسان چې د زړه او شکر د ناروغۍ په څېر خطرناکه ناروغي لري، باید د اولونګ د څښلو پر وخت له ډاکتر سره مشوره وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د اینځرو حیرانوونکې ګټې

موږ ټول په دې پوهېږو چې الله ج انسان بې شمېره نعمتونه وربخښلي، چې په …