کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې يو بل لوبغاړي له هر ډول کرکټ نه استعفا ورکړه
افغان لوبډله

د ملي لوبډلې يو بل لوبغاړي له هر ډول کرکټ نه استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي عبدالله مزاري له نړيوال او کورني کرکټ څخه استعفا ورکړه.

نوموړى چې په ٢٠١٠ کال کې يې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره خپله لومړۍ نړيواله لوبه ترسره کړې وه، که څه هم په نړيوالو سياليو کې ډېر نه دى لوبېدلى، خو په کورنيو سياليو کې ډېر لوبېدلى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي فېسبوکپاڼه د عبدالله مزاري يوه ويډيو خپره کړې ده، چې هغه پکې د کرکټ څخه د استعفا ورکولو اعلان کوي.

نوموړى همدا راز له هېوادوالو هم مننه کوي او وايي چې له دې وروسته په تخنيکي برخه کې خدمت کوي او کرکټ بورډ چې ورته په هره برخه کې او هر چېرته دنده وسپاري، هغه به يې ترسره کړي.

٣٤ کلن عبدالله مزاري وايي، چې په ١٩٩٨ کال کې يې کرکټ پيل کړى و.

نوموړي د افغانستان لپاره ٢ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي، خو هغه بيا ٢١ فرسټ کلاس، ١٦ ليسټ اې او ١٣ شل اوريزو لوبو کې هم برخه اخيستې ده.

نوموړي د افغانستان په شپږ واړه شپږيزه کرکټ ليګونو کې لوبېدلى دى او همدا راز په افغانستان غوره ليګ کې هم لوبېدلى و، چې حضرت الله ځاځي پرې په يو اور کې ٦ شپږيزې وهلې وې.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد لطیف: که د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې ونه شي، ښايي دا اخري لیګ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر راشد لطیف وايي، که چېرته د پاکستان سوپر …