کورپاڼه / روغتيا / آم د کولمو او معدې لپاره ګټور تمامېږي

آم د کولمو او معدې لپاره ګټور تمامېږي

روغتیایې کارپوهانو موندلې چې د آم په استعمال سره د کولمو سوخت له منځه ځي او د هاضمې د سیستم د ښه والي سبب ګرځي. ویل کېږي چې آم د بېلابېلو ویټامینونو سربېره انټي اکسایدونه، فینولونه او فایبر هم لري، چې استعمال یې د کولمو سوخت له منځه وړي، په هضم کې ښه والی رامنځته کوي او په جوړښت کې یې ټول غذایي مواد د بدن په برخه کوي.

لکه څنګه چې په دې تېز رفتاره ژوند کې تقریباً هر دویم کس د هضم له ستونزو څخه کړېږي او د خېټې په ناروغۍ اخته وي، نو د آم خوړل ورته ډېر ګټور تمامېږي او د پورتنیو ستونزو په حل کې اغېزمن رول لوبوي.

ویل کېږي چې د ټیکساس د ایالت د (ای، اینډ، ایم) پوهنتون کارپوهانو د یوې څېړنې له مخې چې په ۳۶ کسانو یې ترسره کړې او ذکر شوي کسان یې په دوو ډلو ویشلي ول، چې بیا یې یوې ډلې ته په ورځني ډول ۳۰۰ ګرامه آم ورکول او دویمې ډلې ته یې د آم پرځای د فایبرو پوډر ورکول او دواړو ډلو ته یې په خوړو کې په یوه اندازه پروټین، کالوري، فایبر او کاربوهایډریټ هم ورکول. څېړونکې وایي چې دوی د څېړنې له مخې ترلاسه کړل، چې د آم خوړل د کولمو لپاره ګټور تمامېږي.

دغه راز د آم خوراک ځینې نورې ګټې هم لري، چې دلته به یې په لنډ ډول سره بیان کړو:

  • زړه بدوالي له منځه وړي
  • د کولمو چینجي او اسهال ختموي
  • د بواسیرو ستونزه حلوي
  • د بدن او خولې بد بویي له منځه وړي
  • د معدې تیزابیت له منځه وړي
  • د قبض مخنیوی کوي
  • د پوستکي د ښکلا لامل کېږي
  • پښتورګو ته قوت ورکوي
  • د بدن انرژي ډېروي
  • د وینې د پاکېدو سبب کېږي
  • د تبې په کښته کولو کې مرستندویه تمامېږي.
  • سر دردي او ذهني فشار ختموي
  • د بدن څخه اضافي مواد خارجوي
Loading...

دا هم ولولئ

د اینځرو حیرانوونکې ګټې

موږ ټول په دې پوهېږو چې الله ج انسان بې شمېره نعمتونه وربخښلي، چې په …