کورپاڼه / خبرونه / د ايرلېنډ او اماراتو ٣مه لوبه هم وځنډېده، د افغانستان سياليو ته هم خطر دى؟
ايرلېنډ

د ايرلېنډ او اماراتو ٣مه لوبه هم وځنډېده، د افغانستان سياليو ته هم خطر دى؟

د ايرلېنډ او متحده عربي اماراتو ترمنځ دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه، چې سبا د جنورۍ په ١٤مه نېټه ترسره کېده، هم ځنډېدلې ده.

د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ليکلي دي، چې که څه هم د کورونا نوې پېښې نه دي ثبت شوي، خو د ډاکټرانو له وينا سره سم د دوى لوبډله کرنټين ده او سبا لوبه نه ترسره کېږي.

تر دې مخکې د متحده عربي اماراتو او ايرلېنډ ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه هم ځنډېدلې وه.

دا لوبې وروسته له هغې وځنډېدلې، چې د متحده عربي اماراتو لوبډلې د ځينو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راووتل.

د اماراتو کرکټ بورډ وايي، چې ايرلېنډ هم ورسره خبره منلې ده او د دې سياليو د ترسره کولو لپاره به وروسته نوې نېټې وټاکل شي او ترسره به شي.

بلخوا د افغانستان لوبډله هم په متحده عربي اماراتو کې ده چې له ايرلېنډ سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ لري، چې دا لړۍ د جنورۍ په ٢١مه نېټه پيلېدونکې ده.

دا لړۍ چې مخکې د جنورۍ په ١٨مه نېټه پلان شوې وه، د ځينو ستونزو له امله ٢١مې جنورۍ ته وځنډول شوه. خو اوس داسې اوازې هم دي، چې ښايي دا سيالۍ نورې هم وځنډول شي.

که څه هم کرکټ بورډ وايي، چې د ايرلېنډ او افغانستان ترمنځ سيالۍ به په خپل وخت يعنې د جنورۍ په ٢١مه نېټه پيل شي، خو ښايي دا سيالۍ وخت او حالاتو ته په کتلو سره يا په خپل وخت ترسره شي او يا هم له يادې نېټې څخه وروسته شي.

دا هم ولولئ

جاوېد اپریدی او حضرت الله ځاځی

د جاوېد اپریدي له خوا د حضرت الله ځاځي د توپوهنې ستاینه او د خلکو غوښتنه

تېره ورځ د پاکستان سوپر لیګ کې حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډلې لپاره …