کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / له ټويټر، فېسبوک او انسټاګرام وروسته يوټيوب هم د ټرمپ اکاونټ بند کړ
ډونالډ ټرمپ

له ټويټر، فېسبوک او انسټاګرام وروسته يوټيوب هم د ټرمپ اکاونټ بند کړ

د نړۍ د طاقتور هېواد امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټولنيزو رسنيو ټول اکاونټونه تړل شوي دي، چې په دې برخه کې تازه يوټيوب هم د هغه پر وړاندې ګام پورته کړى او د هغه د يوټيوب چېنل يې بند کړى دى.

ډونالډ ټرمپ چې په ولسمشريزو ټاکنو کې يې د جو بايډن په بريا نيوکې وکړې او هغه يې جعلي ولسمشر ياد کړ، له هغه وروسته د نوموړي پر وړاندې ټولنيزو رسنيو هم ګام پورته کړى دى.

لومړى ټويټر د ټرمپ اکاونټ بند کړ، ورپسې فېسبوک هم دا کار وکړ، له هغه وروسته انسټاګرام او سنېپ چېټ هم د ټرمپ اکاونټونه وتړل.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، اوس تازه د يوټيوب ادارې هم د ډونالډ ټرمپ چېنل بند کړى دى.

يوټيوب د ډونالډ ټرمپ د چېنل بندولو په اړه ويلي دي، چې لږ تر لږه د ٧ ورځو لپاره به ټرمپ ونه شي کولاى چې خپل چېنل ته ويډيوګانې واچوي.

يوازې ټويټر هغه ټولنيزه رسنۍ ده، چې په بشپړه توګه يې د ډونالډ ټرمپ اکاونټ ډيليټ کړى دى او نور به ورته هغه لاسرسى پېدا نه کړي، خو فېسبوک، انسټاګرام، سنېپ چېټ او يوټيوب بيا د څه وخت لپاره د هغه اکاونټونو ته لاسرسى محدود کړى دى او هغه به ونه شي کولاى چې فعاليت وکړي.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …