کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د چورلکې په څېر الوتونکی موټر جوړېږي + ویډیو

د چورلکې په څېر الوتونکی موټر جوړېږي + ویډیو

د امریکې د موټر جوړولو یو شرکت د یو داسې موټر جوړولو باندې کار پیل کړی دی چې د چورلکې په څېر به الوتنه کوي او دا پروژه به تر ۲۰۲۳ پورې بشپړه او د چورلکې په ډول موټرې به بازار ته وړاندې شي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وینا، د امریکې د موټر جوړولو شرکت د دې موټر جوړولو باندې کار پیل کړی دی، چې په خپله به ډېر په اسانۍ الوت او ناسته کوي.

په راپور کې ویل شوي، چې دا کیډیلک موټر به د ۵۵ میله في ساعت په چټکتیا سفر کوي او د کورونو په بلۍ به ناسته کوي، چې د یوې بلۍ څخه به بلې بلۍ ته خلک رسوي.

د ارچر په نوم د دې شرکت مسوولین وايي، چې دا لومړنۍ داسې پروژه ده او دوی غواړي چې په لویه کچه تر ۲۰۲۳ کال پورې موټرې جوړې او بازار ته وړاندې کړي، چې د دې لپاره يې د فیاټ کرسلر موټر جوړولو شرکت سره تړون هم کړی دی.

د دغه شرکت ویاند وايي، چې د دې موټر جوړولو هدف يې دا دی، چې هغه خلک چې لنډ سفر، یعنې په ښار کې دننه سفر کوي، تر څو هغوی ته د چټک، اسانه او ارزانه ټرانسپورټ اسانتیا وړاندې کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډونالډ ټرمپ

له ټويټر، فېسبوک او انسټاګرام وروسته يوټيوب هم د ټرمپ اکاونټ بند کړ

د نړۍ د طاقتور هېواد امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټولنيزو رسنيو ټول اکاونټونه تړل …