کورپاڼه / خپلواک / مس عينک اتلانو د دويم ځل لپاره د شپږيزې اتلولي وګټله
مس عينک اتلان

مس عينک اتلانو د دويم ځل لپاره د شپږيزې اتلولي وګټله

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ اکتوبر ۲۰۱۹): د شپږيزې په پايلوبه کې مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو يوه خوندوره لوبه ترسره کړه، چې د لوبې په وروستيو دوه اورونو کې ۶ منډې پاتې وې او بند امير ښامارانو د مس عينک اتلانو ۴ لوبغاړي وسوځول، خو په پای کې د لوبې د وروستي اور په پنځم توپ مس عينک اتلانو د بند امير ښامارانو ورکړل شوی هدف پوره او د شپږيزې کرکټ ليګ اتلولي يې په خپل نوم کړه.

تر دې مخې مس عينک اتلانو په ۲۰۱۴ کې هم د مس عينک اتلولي ګټلې وه. همدا راز په تېر پړاو ۲۰۱۷ کې بيا مس عينک اتلان او بند امير ښاماران په پايلوبه کې سره مخ شوي و، چې بند امير ښامارانو اتلولي خپله کړې وه.

په پايلوبه کې پچه مس عينک اتلانو ګټلې وه او بند امير ښامارانو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړې وه.

بند امير ښامارانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې وکړې او د ۱۵۵ منډو هدف يې وټاکه. عمران جنت ۳۲، شکت زمان ۲۷، باطن شاه ۲۳ ناسوځېدلې او افسر ځاځي ۲۲ منډې ترلاسه کړې. همدا راز مس عينک اتلانو له خوا بيا نوين الحق ۳، شرف الدين اشرف ۲، محمد نبي او نور احمد ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۱۵۵ منډو د هدف په تعقيب کې مس عينک اتلانو ډېره ښه توپوهنه وکړه او همدا راز د پينالټي ۵ منډو هم د دوی په بريا کې ښه ګټه وکړه. ځکه په وروستي دوه اورونو کې ۶ منډې پکار وې، خو څلور لوبغاړي يې وسوځېدل، لوبه ډېره خوندوره او جالبه وه او تر وروستيو پورې هېڅ معلومات نه کېدل چې څوک به بريالي شي، خو د ۱۹.۵ اورونو کې مس عينک اتلانو ياد هدف د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د شپږيزې په تاريخ کې يې دویم ځل اتلولي په خپل نوم کړه.

نور علي ځدراڼ ۴۲، رحمن الله ګربز ۳۶، محمد نبي ۳۰ او احسان الله جنت ۲۵ منډې وکړې. همدا راز مجيب الرحمن ۲، جاوېد احمدي او باطن شاه بيا ۱-۱ لوبغاړی له مېدانه بهر کړ.

په پايلوبه کې د ښې لوبې له امله شرف الدین اشرف ته د غوره لوبغاړي جايزه او رحمن الله ګربز ته د سټايلش لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.

همدا راز د شپږيزو سياليو د غوره لوبغاړي جايزه کریم جنت ترلاسه کړه، د ايمرجينګ لوبغاړي جايزه نور احمد، د غوره توپ اچونکي جايزه نجات مسعود او د غوره توپوهونکي جايزه بيا نور علي ځدراڼ ترلاسه کړه.

د شپږيزې ليګ د اتلولۍ په خپلولو سره د مس عينک اتلانو ته د ۳۰۰ زره افغانۍ جايزه او په دویم مقام راتلونکې لوبډلې بند امير ښامارانو ته د ۱۲۰ زره افغانيو جايزه ورکړل شوه.

 

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …