په یوه نوې څېړنه کې ویل شوي دي، چې پک یا ګنجیان کولای شي چې د خپل سر په مرسته سولري انرژي پېدا کړي او بیا برق یا برېښنا ته بدله شي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وینا، د سپین د ویلنسیا پوهنتون سره په ګډه د هسپانیې یو شرکت څېړنه ترسره کړې ده او دا جالبه پروژه يې وړاندې کړې ده، چې د پک یا ګنجیانو د سر څخه سولري برېښنا ترلاسه کېدای شي.
د پوهانو په وینا، په دې ډیزاین کې د سر کپرۍ د لمر شعاعې راغونډوي او بیا يې برېښنا ته بدلوي. د دې کس سره به کوچنۍ بیټرۍ وي، چې دا انرژي به ذخیره کوي.
په راپور کې ویل شوي دي، چې د دې ذخیره شوې انرژۍ څخه به د بېلا بېلو کارونو لپاره ګټه اخیستل کېږي، لکه د موبایل چارجول او نور.
پوهان وايي، چې د دې کار لپاره به په لابراتوار کې په سر کې یو مایکرو چپ کېښودل کېږي چې هغه به د لمر شعاعې برېښنا ته بدلوي.
په راپور کې ویل شوي، چې د پک یا ګنجي سړي سر د سولري حجرو په پرتله د سولري انرژۍ د بدلولو لپاره ډېر ګټور دی، چې د برق د جوړولو لپاره کارول کېږي.
پوهان وایي، چې دا څېړنه يې په ۴۲ کسانو ترسره کړې ده چې بریالۍ شوې. د دې کار لپاره به په سر کې یو کوچنی چپ د عملیاتو په مرسته لګول کېږي.