د پاکستان سوپر لیګ يا پي ایس ایل شپږم پړاو سیالۍ چې د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه پیلېږي، د ډرافټ مراسم يې ترسره شوي دي او ۵ افغان لوبغاړي هم د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.
که څه هم د پي ایس ایل لپاره لوبغاړي د بولۍ په ډول نه دي اخیستل شوي، خو په څو کټګوریو لوبغاړي وېشل شوي و، چې هرې کټګورۍ هم ټاکلې بیه نه درلوده.
راشد خان بیا هغه افغان لوبغاړی دی، چې په لوړه بیه اخیستل شوی، ځکه هغه د پلاټینیم په کټګورۍ کې اخیستل شوی دی.
د پلاټینیم کټګورۍ لوبغاړي ته د ۱۳۰ زره څخه تر ۱۷۰ زره امریکايي ډالرو پورې ورکول کېږي او زموږ د معلوماتو له مخې، راشد خان په ۱۵۵ زره امریکايي ډالرو د لاهور قلندرز لوبډلې له لوري اخیستل شوی.
محمد نبي بیا په ډایمنډ کټګورۍ کې د کراچۍ کنګز لوبډلې له لوري اخیستل شوی دی، د دې کټګورۍ لوبغاړو ته د ۶۰ زره څخه تر ۸۵ زره امریکايي ډالرو پورې ورکول کېږي.
مجیب الرحمان هم په ډایمنډ کټګورۍ کې د پېښور زلمي لوبډلې له لوري اخیستل شوی دی، چې د ۶۰ زرو څخه تر ۸۵ زرو پورې امریکايي ډالر به ورکول کېږي.
قېس احمد په سلور کټګورۍ کې د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې اخیستی دی، چې د دې کټګورۍ لوبغاړي له ۱۵ زرو څخه تر ۲۵ زرو امریکايي ډالرو پورې بیه لري.
د افغانستان وروستی لوبغاړی نور احمد لکڼوال دی، چې د کراچۍ کنګز لوبډلې اخیستی و. نوموړي په سپلمنټري کټګورۍ کې اخیستل شوی دی چې ۵۰ زره امریکايي ډالر بیه ورته ټاکل شوې ده.
خو په ګولډ کټګورۍ کې بیا کوم افغان لوبغاړی نه دی اخیستل شوی، د دغه کټګورۍ لوبغاړو ته د ۴۰ زرو څخه تر ۵۰ زرو امریکايي ډالرو پېسې ورکول کېږي.