کورپاڼه / تجارتي ليګونه / دکن ګليډيټرز د محمد شهزاد په اردو ژبه تازه مرکه خپره کړې
محمد شهزاد

دکن ګليډيټرز د محمد شهزاد په اردو ژبه تازه مرکه خپره کړې

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې د افغانستان مشهور پيليز توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد د دکن ګليډيټرز لوبډلې سره لوبېږي، چې يادې لوبډلې تازه د نوموړي يوه مرکه په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې ده.

دا مرکه چې په اردو ژبه کې شوې ده، کوچنۍ مرکه ده چې له هغه څخه ځينې پوښتنې شوې دي او هغه يې په اردو ژبه کې ځواب ورکړى دى.

نوموړي د خپل کرکټ د پيل په اړه وايي، چې له کوچنيوالي يې کرکټ پيل کړى دى، د کرکټ هدف يې دا و چې خوند ترې واخلي، خو کله چې رالوى شو، نو د خوښې کرکټران يې راشد لطيف او معين خان خوښېدل او په توپوهنه کې يې ريکي پونټينګ خوښېده.

هغه وايي، مهيندر سينګ دهوني چې په ٢٠٠٧ کال کې نړيوال جام وګاټه، نو د هغه مينه وال شو او کله چې د افغانستان ملي لوبډلې ته راغى نو بيا يې هڅه وکړه چې د دهوني د خوښې شاټ (هيليکوپټر شاټ) ووهي.

نوموړي همدا راز وويل، دکن ګليډيټرز ډېر ښه ټيم دى، وايي له دې لوبو ترسره کولو وروسته به بېرته له خپلو بچو سره يو ځاى شي او له ژوند به خوند اخلي.

محمد شهزاد وايي، چې د لوبو اورونه چې څنګه راکمېږي، نو د فيټنس اړتيا هم ورته زياتېږي.

هغه د دکن ګليډيټرز له مينه والو غوښتنه وکړه، چې مېدان ته دې راځي او خپله لوبډله او لوبغاړي دې تشويقوي.

نوموړي وويل، چې له ټي ١٠ ليګ څخه يې ډېر اميدونه دي او هيله من دى چې خپله لوبډله پايلوبې ته ورسوي. هغه په اخر کې په پښتو ژبه کې هم خبرې وکړې او له مينه والو يې غوښتنه وکړه چې زموږ د لوبډلې ملاتړ وکړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد

قېس احمد: خوشحاله يم چې د پاکستان سوپر ليګ کې اخيستل شوى يم

د افغانستان ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى قېس احمد وايي، چې خوشحاله دى چې د …