کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر: د اوسپنې پټلۍ، نوري فايبر او نورې پروژې به د افغانانو ژوند بدل کړي
اشرف غني

ولسمشر: د اوسپنې پټلۍ، نوري فايبر او نورې پروژې به د افغانانو ژوند بدل کړي

ولسمشر محمد اشرف غني د د آقينې_اندخوى اوسپنې پټلۍ د پرانيستې پر مهال وويل، چې د اوسپنۍ پټلۍ، نوري فايبر او نورې لويې پروژې لکه پاکستان ته د برېښنا ليږد (تاپ) هند او پاکستان ته د ګاز ليږد (ټاپي)، د فايبر اپټيک شبکه چې سويلي اسيا د ځمکې له لارې اروپا او نورې نړۍ سره نښلوي، د افغانانو په ژوند کې به غوره بدلونونه راولي او په سيمه کې به وضعيت ښه کړي.

هغه زياته کړه، د نوري فايبر پروژې د کېبل جوړول چې د اقينه په بندر کې بشپړه شوې، يوه بله مهمه پروژه ده چې افغانستان او ترکمنستان لپاره ګډ افتخار دى.

ولسمشر همدا راز وويل، د آقينې څخه شبرغان ته د ٥٠٠ کيلوواټ لين د غځولو او له شبرغان څخه تر مزار شريف پورې د ٢٢٠ کيلوواټ لين بشپړېدل د اقتصادي اړيکو د پراختيا او د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره يو مهم ګام دى.

د اقينې اندخوى د اوسپنې پټلۍ

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، له ترکمنستان سره زموږ سيمه ييزه همکاري خورا مهمه ده او په دې برخه کې افغانستان له ترکمنستان سره په درې اړخيزه (افغانستان – ترکمنستان -ايران)، (افغانستان – ترکمنستان – اذربايجان)، (افغانستان – ترکمنستان – امريکا) کې همکاري کوي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وويل، د ترکمنستان او افغانستان دوستي د افغان دولت او وګړو لپاره د ارزښت څخه ډکه ده، ٧ کاله مخکې چې د ولسمشرۍ لپاره نوماند شوم، ما په همغه وخت کې ويلي و چې بهرنى سياست به له ترکمنستان څخه شروع کوم.

هغه زياته کړه، بې له دې چې موږ او تاسې فرهنګي او تاريخي مشترکات لرو، د اقتصادي پروژو او د هغې څخه د ګټې اخيستنه د دې دواړو هېوادونو د اړيکو د لا ټينګښت سبب ګرځي.

دا هم ولولئ

ډونلډ ټرمپ د نوي اپلیکیشن د جوړولو اعلان وکړ

د امریکایي پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې ټویټر او فیسبوک ورته اکونټ تړلی و، اعلان …