کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټک ټاک هم په خپله پالېسۍ کې بدلون راوست
ټک ټاک

ټک ټاک هم په خپله پالېسۍ کې بدلون راوست

د کوچنيو ويډيوګانو لپاره په ټوله نړۍ کې مشهور اپليکېشن ټک ټاک هم د ١٨ کلونو څخه د کم عمره کاروونکو لپاره په پالېسۍ کې بدلون راوستى دى.

د ټک ټاک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې هغه کاروونکي چې عمرونه يې له ١٨ کلونو کم دي، د هغوى لپاره يې په پالېسۍ کې بدلون راوستى دى.

د ټک ټاک د نوې پالېسۍ له مخې، ١٨ کلن يا تر دې کم عمره کاروونکو اکاونټونه به له دې وروسته پبلک نه وي، بلکې پرايويټ به وي، يعنې د دوى ويډيوګانې به هر څوک ونه شي کتلى.

همدا راز تر ١٥ کلنۍ پورې کاروونکي به ونه شي کولاى چې له دې وروسته په ټک ټاک کې ويډيوګانې خپرې کړي.

ټک ټاک په خپله خبرپاڼه کې وايي، چې دا بدلون يې د ماشومانو د خونديتوب په موخه راوستى دى، تر څو دوى په خونديتوب ډول له دې اپليکېشن سره تړلي وي او د مور و پلار اندېښنې هم ختمې شي.

ټک ټاک دا هم وايي، چې له دې وروسته به د ١٥ کلنو يا تر دې کم عمره کاروونکي ونه شي کولاى چې د ډو اټ (د يو بل چا سره ګډه ويډيو جوړول) ونه شي کارولى، خو د ١٦ څخه تر ١٨ کلونو پورې کاروونکي به دا وکارولى شي.

د ټک ټاک شرکت وايي، چې دوى به د عمر حساب په اکاونټ کې د ورکړل شوي عمر په حساب کوي، په کومو اکاونټونو چې دا بندېزونه لګېږي، هغوى ته به په دې اړه پېغام ولېږل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ويکيپيډيا

انلاين دايرة المعارف (ويکيپيډيا) ٢٠ کلن شو

د ٢٠٠١ کال د جنورۍ په ١٥مه نېټه دوه امريکايانو جيمي ويلس او ليري سينګر …