کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ د نوې پالېسۍ نه وروسته د سګنال اپليکېشن ډاونلوډولو کې چټک والى راغلى
سګنال

د وټساپ د نوې پالېسۍ نه وروسته د سګنال اپليکېشن ډاونلوډولو کې چټک والى راغلى

د وټساپ د نوې پالېسۍ له اعلانولو وروسته د وټساپ کاروونکي نورو اپليکېشنونو ته مخه کړې ده او اوس تازه ويل کېږي چې د (سګنال) په نوم اپليکېشن په ډاونلوډولو کې ډېره چټکتيا ته راغلې ده، خو د بريتانې خلک بيا د ټيليګرام طرف ته روان دي.

د (سګنال) اپليکېشن د ډاونلوډولو کې چټکتيا راتلو سره دا په سټور کې لومړي سر ته راغلې ده، همدا راز وټساپ بيا تر ليرې پورې هم نه ليدل کېږي، همدا راز دويم اپليکېشن بيا ټيليګرام دى چې ډېر ډاونلوډېږي.

په امريکا، برېتانيه، جرمني، فرانسه، لبنان او ځينو نورو هېوادونو کې سګنال تر ټولو زيات ډاونلوډ شوى دى او په هند، برازيل او سنګاپور کې بيا دريم اپليکېشن دى چې زيات ډاونلوډېږي.

سګنال اپليکېشن بيا د خلکو پرايويسي يا شخصي حريم ته ډېره پاملرنه کوي او بل دا چې دا يو اوپن سورس دى، چې ستونزې هم پکې ډېرې نشته دى.

همدا راز د ټيليګرام اپليکېشن هم يوازې په ٧٢ ساعتونو کې ٢٥ ميليونه کسانو ډاونلوډ کړى و، چې اوس هم په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دى.

وټساپ په خپله نوې پالېسۍ کې ويلي و، چې دوى به د کاروونکي نوم، موبايل شمېره، عکس، سټېټس، د موبايل موډل، د اپريټنګ سيسټم او ځينې نور معلومات د فېسبوک په ګډون له ځينو نورو شرکتونو سره شريکوي.

خو اوس د وټساپ مسوولينو په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې دوى دا معلومات له بل چاسره نه شريکوي او يوازې هغه معلومات شريکوي، چې د کاروونکو شخصي حريم ته تاوان نه رسوي.

Loading...

دا هم ولولئ

ويکيپيډيا

انلاين دايرة المعارف (ويکيپيډيا) ٢٠ کلن شو

د ٢٠٠١ کال د جنورۍ په ١٥مه نېټه دوه امريکايانو جيمي ويلس او ليري سينګر …