کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان د سريلانکا لوبډله په ١٣٥ منډو وسوځوله
انګلستان لوبغاړى

انګلستان د سريلانکا لوبډله په ١٣٥ منډو وسوځوله

د انګلستان او سريلانکا ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه په ګال کې پيل شوې ده، چې انګلستان د سريلانکا ټوله لوبډله په ١٣٥ منډو وسوځوله.

د دې لوبې په پيل کې سريلانکا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د سريلانکا لوبډله په لومړۍ ورځ په ٤٦.١ اورونو کې وسوځېده چې ١٣٥ منډې يې وکړې، له ډلې يې دنيش چنديمل ٢٨، انجيلو ميتيوز ٢٧، داسون شناکا ٢٣ او کوشل پريرا ٢٠ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري ډام بيس په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٥ سريلانکايي لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز سټارټ بروډ هم ښه توپ اچونه ترسره او ٣ ويکټې ترلاسه کړې، ١ ويکټ جېک ليچ هم واخيسته.

د يادولو وړ ده چې د انګلستان ملي لوبډله د ٢ ټېسټ سياليو لپاره د سريلانکا په سفر تللې ده، چې نن يې لومړنۍ ټېسټ لوبه پيل شوې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

لاهور قلندرز: پي ایس ایل کې د راشد خان ایکشن ته سخت په تمه یو

د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو سیالیو ته راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې …