کورپاڼه / روغتيا / کومه غوښه د روغتیا لپاره ګټور وي سره که سپینه؟

کومه غوښه د روغتیا لپاره ګټور وي سره که سپینه؟

غوښه زموږ د خوراکي توکو یو له مهمو توکو څخه ده، چې لږ تر لږه په اوونۍ یې دوه یا درې ځلې استعمالوو، خو لاتر اوسه په دې نه پوهېږو، چې کوم ډول غوښه زموږ د روغتیا لپاره ډېره ګټوره وي؟ د خوراکي توکو د کارپوهانو لخوا هر وخت لارښوونه کېږي، ترڅو له غوښې څخه ګټه واخلو او د غوښې له جوړښت څخه پروټین ترلاسه کړو. د کارپوهانو لخوا سره غوښه هغه غوښه ګڼل کېږي، چې له غوا، غوایي، پسه، اوزې او نورو څخه ترلاسه کېږي، چې په ذکر شوې غوښه کې بیا په ډېره اندازه کلیسټرول هم موجود وي، چې ډېر استعمال یې د زړه په ګډون ډېرې نورې ناروغۍ هم رامنځته کوي. دغه راز سپینه غوښه بیا هغې غوښې ته وایي، چې له چرګانو او ماهيانو څخه لاسته راځئ. ویل کېږي چې سپینه غوښه په لږه اندازه کلیسټرول لري، چې استعمال یې د ناروغیو لامل نه کېږي، بلکې د خوراکي توکو د کارپوهانو لخوا یې په اوونۍ کې دوه یا درې ځلې خوړل اړین ګڼل شوي دي.

د کومې غوښې استعمالول ګټور وي؟

روغتیایي کارپوهان وایي مخکې له دې چې غوښه پخپلو خوراکي توکو کې شامل کړو، باید لومړی یې اندازه معلومه کړو. یعنې که سره غوښه خورو نو په مناسبه اندازه یې باید وخورو او ورسره څنګ سابه او سلاد هم استعمال کړو. دغه راز د خوړلو پر مهال یې باید له وازدې څخه پاکه کړو.

بله خوا روغتیایي کارپوهان بیا دا هم وایي، که چېرته غواړو چې پروټین ترلاسه کړو او یا پخپل وزن کې کمښت راولو، نو باید د چرګ له غوښې او ماهیانو څخه ګټه واخلو، چې ددې توکو استعمال پرته له اضافي غوښې هم شونی دی.

سپینه غوښه په ځانګړي توګه د ماهي غوښه د سرې غوښې په پرتله د روغتیا لپاره ډېره ګټوره وي، ځکه چې سپینه غوښه په لږه اندازه وازده او کلیسټرول لري، چې بیا یې هضمول هم آسانه وي. خو د سرې غوښې ډېر استعمال د روغتیا لپاره زیانمن وي، چې د شیریانونو، ځیګر او د وینې د فشار ستونزې رامنځته کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

کدو

د کدو د جوسو د استعمال پنځه حیرانوونکې ګټې

د شین رنګه سبزیجاتو له جملې څخه یو هم کدو دی، چې په طبیعي ډول …