د الرجل د اخبار د راپور له مخې ویل کېږي، چې هوږه د پیازو له نسل څخه ده، چې ډېرې روغتیایې ګټې لري. یعنې د هوږې په استعمال سره د وینې دوران ښه کېږي او د هضم په مرحله کې اغېزمنه تمامېږي. دغه راز هوږه چې په ټوله نړۍ کې کرل کېږي، ډېری خلک یې د ښه خوند او بوي له امله په هر ډول خوړو کې هم استعمالوي.
یوازې دا نه چې هوږه په ټوله نړۍ کې ډېر شهرت لري، بلکې په ځینو ناروغیو هم کې د درملو په توګه استعمالېږي، چې کارول دفاعي سیستم ځواکمنوي او د زړه لپاره ګټوره تمامېږي. د منځني ختیځ په ځانګړي توګه د مصر د خلکو په اړه به مو اورېدلي وي، چې دوی په نهاره سره هوږه استعمالوي او له څېړنو هم ثابته شوې ده، چې په نهاره سره د هوږې خوړل د ناروغیو په مخنیوي او د خولې د بوی په ورکولو کې ګټوره تمامېږي.
د هوږې ګټې:
که څه هم د هوږې د خوړلو په سبب د خولې بوی پیدا کېږي، خو بیاهم ډېرې ګټې لري چې دلته به یې بیان کړو:
فایبر:
هوږه یو له هغه بوټو څخه ده چې په ډېره اندازه فایبر لري او په استعمالول سره یې انرژي ترلاسه کېږي.
انټي بایوټیک:
د نړۍ لوی شرکتونه د انټي بایوټیک درملو په تیارولو ډېر زیات مصارف کوي، خو که چېرته هوږې ته وکتل شي نو ویل کېږي چې هوږه یو طبیعي انټي بایوټیک دی.
میکروبونه له منځه وړي:
د هوږې په اړه ویل کېږي چې هوږه په طبیعي توګه د میکربونو ضد خاصیت لري، چې ډېری وخت یې ډاکتران په نهاره سره د استعمال لارښوونه هم کوي.
د بدن د پاکوالي لامل ګرځي:
ویل کېږي چې هوږه د بدن او د خولې په پاکولو او د میکروبونو په له منځه وړلو کې ډېره ګټوره تمامېږي او په همدې ډول د هوږې خوړل د بدن د پاکوالي لامل ګرځي.
د ویښتانو لپاره:
هوږه د سر د پخې یوه طبیعي درملنه ګڼل کېږي، نو که چېرته یې پخپلو خوراکي توکو کې استعمال کړو یا یې هم په سر ولګوو، نو په پایله کې به مو د سر پخه ورکه شي او ویښتان به مو له توییدو وژغورل شي.
د زړښت مخنیوی کوي:
له ډېرو څېړنو څخه معلومه شوې چې د هوږې استعمال د ویښتانو د سپینوالي په رامنځته کېدو کې وروسته والی رامنځته کوي.
وزن کموي:
ټرایګلسرایډس د وازدې یو ځورونکی ډول دی، چې د څېړنې له مخې معلومه شوې او ویل شوي چې هوږه د ذکر شوې وازدې د اوبه کولو وړتیاوې پخپل ځان کې لرلی شي.
د زړه لپاره ګټور وي:
ویل کېږي چې هوږه د خپلو طبیعي توکو په لرلو سره د زړه د ناروغیو په مخنیوي کې ګټوره تمامېږي او د رګونو په خلاصولو کې د درملو په توګه کار کوي.
لوړ فشار:
د خوراکي توکو او د روغتیایي کارپوهانو د لارښوونو له مخې ویل کېږي چې هوږه د لوړ فشار د ناروغانو لپاره ګټوره وي.
د فلج لپاره:
ویل کېږي چې هوږه د فلج د ناروغۍ خطر کموي او په همدې ډول د دماغو اړوند ستونزې هم حلوي.
د امیندارو میرمنو لپاره:
د ډاکترانو لخوا ډېری وخت امیندوارو میرمنو ته د هوږې د استعمال لارښوونه کېږي، ځکه چې د هوږې کارول ستړیا او کمزوري له منځه وړي.
د بواسیرو لپاره:
هوږه د بواسیرو اړوند ستونزې او د سوخت او درد په له منځه وړلو کې مهم رول لري.
دفاعي سیستم ځواکمنوي:
ویل کېږي چې د هوږې په استعمال سره دفاعي سیستم ځواک مومي او د ګڼو ناروغیو په مخنیوي کې ګټوره تمامېږي.
د تنفسي سیستم لپاره:
د هوږې په استعمال سره د اړوند ستونزې له منځه ځي او د سینه په ناروغۍ کې هم ګټوره تمامېږي.
زهرجن توکي خارجوي:
ځینې وخت د انسان بدن ته مضر او ضرر رسوونکې مواد داخلېږي، چې د هوږې په استعمال سره ترې خلاصون موندلی شو.
د هوږې سم استعمال:
هوږه به سپینه کړئ او په یخچال کې به یې کېږدئ، د اړتیا پر وخت به یې نرۍ نرۍ پرې کړئ او هڅه وکړئ چې په نهاره یې استعمال کړئ، خو یاده دې وي چې ډېر استعمال یې ښه نه وي.