کورپاڼه / روغتيا / آیا چارمغز د ساري او ویروسي ناروغیو په مخنیوي کې ګټور وي؟

آیا چارمغز د ساري او ویروسي ناروغیو په مخنیوي کې ګټور وي؟

د وچو مېوو له جملې څخه چارمغز د ډېر اهمیت لرونکي دي، چې د ډېرو خلکو د خوښې وړ مېوه هم ده. د الرجل د اخبار د راپور له مخې ویل کېږي چې چارمغز د ډېرو ګټور غذایې او ویټامینونو درلودونکی دی، چې د روغتیا لپاره ګټور او د مختلفو ساري او ویروسي ناروغیو په مخنیوی کې مرستندویه تمامېږي. دغه راز د چارمغز په جوړښت کې ځینې نور توکي لکه کلسیم، فاسفورس، پوتاشیم، اوسپنه، میګنیزیم او انټي اکساید هم شتون لري.

د چارمغز په جوړښت کې موجود توکي:

ویل کېږي چې په یو دانه چارمغز کې ۶۵ سلنه غوړ او ۱۵ سلنه پروټین شتون لري او په هرو سلو ګرامو کې ۶۵۴ کالوري او ۹.۸ ګرامخ امیګا تري موجود وي. دغه راز ځینې نور توکي لکه ویټامینونه او معدني مواد لکه مس، فاسفورس، ویټامین بي ۶ او ویټامین ایي هم په جوړښت کې شتون لري.

د زړه لپاره:

د یوې څېړنې له مخې معلومه شوې ده، چې د چارمغزو اومیګا تري د بدن د خرابو کلیسټرول سطحه راټیټوي او د فلج د ناروغۍ مخنیوی کوي.

وزن کموي:

د چارمغزو په خوړلو سره د آرام کولو په دوران کې د بدن کالوري په سوخت راځي او په همدې ډول د وزن د کمښت لامل ګرځي.

هډوکي ځواکمنوي:

چارمغز د مسو د ترلاسه کولو یوه غوره ذریعه ده، نو که چېرته یو څوک د هډوکو له کمزورۍ سره مخ وي، د چارمغزو استعمال یې ستونزه حلولی شي.

د سرطان پر وړاندې مقابله کوي:

ویل کېږي چې د چارمغزو استعمال د سرطاني حجرو پر وړاندې د مزاحمت وړتیا لري او په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي.

دماغو ته ځواک ورکوي:

چارمغز دماغي فعالیتونه ښه کوي او د هیرولو او مرګیانو د ناروغیو خطر کموي.

میتابولیزم:

چارمغز له هغه معدني توکو څخه ډک وي چې د انسان بدن ته ګټور تمامېږي، نو د چارمغزو په خوړلو سره د میتابولیزم عملیه ښه والی مومي.

د ویښتانو لپاره ګټور وي:

ویل کېږي د چارمغزو خوړل د ویښتانو د قوت او د پخې په له منځه وړلو او د ویښتانو په وده کې ګټور تمامېږي.

په هضم کې ښه والی رامنځته کوي:

ویل کېږي چې د چارمغزو په خوړلو سره د معدې نلونه له زهرجنو توکو پاکېږي او په همدې ډول د قبض د مخنیوی سبب هم ګرځي.

د پوستکي لپاره:

د چارمغزو په جوړښت کې د ویټامین ایي شتون پوستکي ته ګټور تمامېږي او تازه والی وربخښي.

د آرامه خوب لپاره:

د چارمغزو په استعمال سره په خوب کې ښه والی رامنځته کېږي، ځکه چې په چارمغزو کې میلټنین وي چې بیا د ښه خوب سبب کېږي.

د پوستکي لپاره:

د چارمغزو په جوړښت کې د ویټامین ایي شتون پوستکي ته ګټور تمامېږي او تازه والی وربخښي.

Loading...

دا هم ولولئ

په لومړنیو دریوو میاشتو کې لږ غوندې ورزش کول، د امیندارۍ پرمهال د شکر مخنیوی کوې

که چېرته امیندوارې میرمنې د امیندوارۍ په لومړنیو دریوو میاشتو کې لږ غوندې ورزش وکړي، …