کورپاڼه / جالب / د مصر د ملکې دغه مجسمه د شاتو مچیو جوړه کړې

د مصر د ملکې دغه مجسمه د شاتو مچیو جوړه کړې

د لرغوني مصر د فرعون د مشهورې ملکې یوه ډېره نایابه مجسمه جوړه شوې، چې بیه یې له شپږ څلویښت زره او دوه سوه ډالرو سره برابره ده. خو دغه مجسمه یوه عامه مجسمه نه ده، بلکې ددې مجسمې په جوړولو کې د دوه کاله وخت په لګېدو ۶۰ زرو مچیو جوړه کړې ده. ویل کېږي چې دغه مجسمه د سلواکیه د یو اوسیدونکي هنرمند ټامس لبرټني لخوا د شاتو د ډومبکي له موم څخه تیاره شوې، چې له نږدې څخه د شپږ خانو یا شپږ ضلعي په ډول سره ښکاري، خو د شاتو مچیو ته دا معلومه نه وه، چې د ځان لپاره ځاله جوړوي، بلکې د مجسمې لپاره خام مواد راټولوي.

ټامس له دې مخکې هم د انسان او طبیعت تر عنوان لاندې ځینې مجسمې او شاهکارونه جوړ کړي ول. خو نوموړی له تېرو دوو کلونو څخه په یوه پلان اخته و، چې په دې پلان کې یې د مصر د ملکې نفر تیتي مشهوره مجسمه هم شامله وه او له جوړولو وروسته یې د (اټرنیټي) نوم ورکړو، چې په بشپړه توګه د شاتو له مچیو څخه تیاره شوې ده.

د راپور له مخې ویل کېږي چې ټامس له دې وړاندې د اوسپنې له تارونو څخه د ملکې نفر تیتي یوه تري ډي خاکه تیاره کړې وه، چې بیا یې په یوې طریقې سره ورته د شاتو مچۍ راوستې او مچۍ پرته له دې وپوهېږي د دوو کلونو په دوران کې د زرګونو مچیو لخوا نوموړې مجسمه تیاره شوه، چې یو ډېر حیرانوونکی او په زړه پوری شاهکار ګڼل کېږي.

د راپور له مخې زیاتېږي چې د مجسمې جوړول دومره آسانه نه ول، بلکې د جوړولو پرمهال څو ځلې د مجسمې شکل خراب هم شو، چې بیا یې د جوړولو لپاره خوارۍ ته اړتیا وه. د مجسمې په اړه ویل کېږي چې اوسمهال د ټامس سره شتون لري، چې بیه یې تقریباً د شپږ څلویښتو زرو ډالرو په شاوخوا کې راڅرخي، چې دغه بیه یو لوړ قیمت ګڼل کېږي. دغه راز دا مجسمه دا خبره هم جوتوي، چې د شاتو مچۍ زموږ په ژوند کې څومره ښه رول لوبوي او کولی شو د چې په نورو برخو کې ترې هم ګټه واخلو.

Loading...

دا هم ولولئ

نجلۍ

چینایي انجونې ولې پخپلو ویښتانو کې سپین ګل یا ګلان ږدي؟

ویل کېږي چې د نړۍ هر مذهب او کلتور د ځانګړو روایاتو یا دودونو لرونکی …