کورپاڼه / روغتيا / شین ګلپي یا برکولي څه شی دی؟

شین ګلپي یا برکولي څه شی دی؟

شین ګلپي یا برکولي د ګلپي یو خاص ډول دی، چې له ډېرو غوره غذایې توکو څخه شمېرل کېږي، ځکه چې د برکولي په جوړښت کې ځینې داسې مواد شتون لري، چې د زړه او د شکر د ناروغیو په ګډون د مختلفو سرطاني ناروغیو مخنیوی هم کوي. دغه راز ویل کېږي چې د برکولي په جوړښت کې ویټامین کی هم شتون لري، چې د هډوکو د قوت لپاره مرستندویه ګڼل کېږي او دفاعي سیستم پیاوړی کوي، ترڅو انسان له مختلفو ناروغیو سره مقابله وکړای شي.

د خوراکي توکو د کارپوهانو د وینا له مخې ویل کېږي، چې په برکولي کې د فلی ونویډ په نوم ماده د ډېرو ناروغیو د مخنیوی سبب کېږي. که چېرته له هرو دریوو ورځو وروسته پخپلو خوراکي توکو کې برکولي استعمال کړو، دفاعي سیستم مو قوت مومي، سوخت له منځه وړي او داسې ډېرې ناروغۍ ختمولی شي. دوی زیاتوي چې برکولي کې یې ځینې داسې ګټور جینونه موندلي، چې له عام ګلپي یا یې له نورو سلادو سره یې استعمالول له غوره غذایې توکو څخه شمېرل کېږي.

د الینوایی پوهنتون استاد وایي چې د فینولک مرکبونه د انټي اکسایدو ځانګړتیاوې لري، چې د انسان د بدن په سوخت کې مرستندویه تمامېږي. د روغتیاپالانو د وینا له مخې ویل کېږي چې د برکولي په استعمال سره ټول مهم توکي په بدن کې په ښه ډول سره جذبېږي او د ځیګر په برخه ګرځول کېږي، چې بیا له وینې سره یوځای کېږي او د انټي اکسایدو د خاصیت په غوره کولو سره سوخت له منځه وړي او د ډېرو ناروغیو سربېره د سرطان مخنیوی هم کوي.

روغتیاپالان وایې، چې د برکولي په استعمال سره د کلیسټرولو سطحه کمېږي او له بدن څخه د اضافي موادو په خارجولو کې مرستندویه تمامېږي. دغه راز که چېرته بدن د ویټامین ډي له کمښت سره مخ وي، نو د برکولي په استعمال سره پوره کېدلی شي.

سربېره پر دې د برکولي په جوړښت کې ویټامین کی، ویټامین سي، کرومیم، فولیټ، فایبر، ویټامین بي ۶، ویټامین ایي، فاسفورس، میګنیزیم، ویټامین ای، پوتاشیم، اومیګا تري، اوسپنه او زنک هم لري.

Loading...

دا هم ولولئ

د شړشمو تېل د غذا سربېره د ښکلا سبب هم کېږي

ویل کېږي چې د شړشمو تېل د شړشمو له دانو یا تخم څخه لاسته راځي، …