کورپاڼه / روغتيا / په لومړنیو دریوو میاشتو کې لږ غوندې ورزش کول، د امیندارۍ پرمهال د شکر مخنیوی کوې

په لومړنیو دریوو میاشتو کې لږ غوندې ورزش کول، د امیندارۍ پرمهال د شکر مخنیوی کوې

که چېرته امیندوارې میرمنې د امیندوارۍ په لومړنیو دریوو میاشتو کې لږ غوندې ورزش وکړي، نو د حمل پرمهال یې د شکر په څېر د ناروغیو مخنیوی کولی شي.

که څه هم دا خبره تقریباً ټولو ته معلومه ده چې د امیندوارۍ پرمهال ډېرې میندې د شکر په ناروغیو اخته کېږي، خو د ناکس ویلي اوسیدونکی ساینسپوه سمانتا ایلرخ وایي، که چېرته امیندوارې میرمنې د حمل پرمهال په لومړنیو دریوو میاشتو یا دولسو اوونیو پورې ورزش وکړي، نو د شکر د ناروغۍ مخنیوی یې کېدلی شي. سمانتا زیاتوي چې امیندوارو میرمنو ته یوازې تر اته ویشتو دقیقو پورې معمولي ورزش هم کفایت کوي.

د امیندوارۍ پرمهال د شکر ناروغۍ ته Gestational diabetes ویل کېږي، چې په دې مرحله یا کیفیت کې لومړی میرمنې د شکر په ناروغۍ ناروغه کېږي، چې بیا یې د ماشوم د ضایع کېدو او نورو ستونزو سبب هم کېدلی شي.

له دې وړاندې هم له څېړنو څخه معلومه شوې وه، چې د امیندوارو میرمنو لپاره ورزش کول یوه ګټوره او ساتندویه کړنه ده. خو اوسمهال بیا د څېړنو له مخې ویل کېږي چې ورزش کول په امیندوارو میرمنو کې د شکر مخنیوی کوي او ګڼې نورې اغېزې هم لرلی شي.

راپور زیاتوي که چېرته د امیندوارۍ په لومړیو دریوو میاشتو کې ۳۸ دقیقې په ورځني ډول ورزش وکړي، نو دوه سلنه میرمنې بیا له شکر څخه ژغورل کېدلی شي او پنځه سلنو کې د وینې د ګلوکوزو اندازه برابروي.

ساینسپوهانو ویلي چې له هرو سلو میرمنو څخه یې شپږ د شکر له ناروغۍ سره مخ کېږي، چې بیا ذکر شوې ناروغي تر مړینې پورې دوام پیدا کوي، خو د ورزش په کول سره ذکر شوې ستونزه له شپږو څخه دوو ته راځي.

په ذکر شوې څېړنه کې ۲۲۴۶ میرمنې تر ازموینې لاندې نېول شوې او ترې پوښتنې شوې وې او په ورځني ډول یې ورته د ۳۰ دقیقو د ورزش لارښوونه کړې وه، چې په پایله کې ترې وموندل شوه، چې د امیندوارۍ په لومړیو دریوو میاشتو کې لږ غوندې ورزش کول یې د شکر مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار دماغ کمزوري کوي

استرالیایي روغتیاپالانو له دولس کاله څېړنو وروسته موندلې ده، چې له ۲۰-۲۵ کلنو کسانو کې …