کورپاڼه / هنر او کلتور / ټوينکل کهنه: نارينه لکه لاسي بېګونه، که درسره و نو ښه خبره ده او که نه و نو هم مشکل نشته
اکشى کمار او ټوينکل کهنه

ټوينکل کهنه: نارينه لکه لاسي بېګونه، که درسره و نو ښه خبره ده او که نه و نو هم مشکل نشته

د بالي ووډ مشهوره فلم جوړونکې، اداکاره او د مشهور هنرمند اکشى کمار مېرمن ټوينکل کهنه د فيمينزم په اړه د خپلو خبرو لپاره ډېره مشهوره ده.

تازه د نوموړې يوه پخوانۍ ويډيو خپره شوې ده، چې هغه پکې وايي، ښځو ته د نارينه و هېڅ ضرورت نشته دى، نارينه داسې دي لکه لاسي بېګونه، که درسره و نو ښه خبره ده او که نه و نو هېڅ مشکل نشته.

د ټوينکل کهنه دا ويډيو يو کس په ټويټر کې خپره کړې ده، چې هغه پکې د نارينه و په اړه خبرې کوي.

په خپله ټوينکل کهنه هم دا ويډيو ريټويټ کړى دى او ليکلي يې دي، چې مخکې خو دا ويډيو چا نه وه ټرول کړې، خو اوس يې حتماً ټرول کړئ.


د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دا پروګرام په ٢٠١٨ کال کې ترسره شوى و، چې له ټوينکل کهنه نه پکې پوښتنه وشوه، چې هغې ته کله دا احساس وشو، چې فيمينسټه ده؟ چې په دې اړه هغې په خپل ځواب کې وويل، زه د خپلې مور او اداکارې ډمپل کپاډيه سره لويه شوې يم، هغې ماته دا رازده کړي دي، چې ښځې نارينه و ته اړتيا نه لري.

د پخواني هنرمند راجيش کهنه لور وايي، موږ کله هم د فيمينزم په اړه خبرې نه وې کړې، خو دا واضحه خبره ده چې هلته نارينه ته هېڅ اړتيا نه وه.

ټوينکل کهنه وايي، چې د يو سړي شتون ښه خبره ده، خو دا داسې ده چې ستاسې سره يو ښايسته لاسي بېګ وي، که چېرته نه وي نو هم تاسې د پلاستيک بېګ څخه کار اخيستلى شئ.

نوموړې وايي، زه له همداسې فکرونو سره رالويه شوې يم او تر ډېره پورې ماته داسې ښکاره کېده، چې د نارينه و هېڅ خاصه اړتيا نشته.

ټوينکل کهنه په دغه وخت کې په نارينه و پسې ټوکې هم کړې دي او ويلي يې دي، چې زه فکر کوم نارينه د ښځو په پرتله ډېر کمزوري دي، د دوى ويښتان هم ژر لوېږي او د ښځو نه ١٠ يا ١٥ کاله ژر مري هم.

ټوينکل کهنه وايي، زما د فيمينيزم کيسه همدا ده، چې که ښځې له نارينه و برترې نه دي، خو د هغوى سره برابرې ضرور دي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاريش راول او اکشى کمار

اکشى کمار او پاريش راول د OMG دويم فلم جوړوي

په ٢٠١٢ کال کې د هندي سينما مشهور فلم OMG يا Oh My God نندارې …