کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / سامسنګ تر ټولو ارزانه 5G موبايل وړاندې کړ
سامسنګ ګليکسي اې ٣٢ موبايل

سامسنګ تر ټولو ارزانه 5G موبايل وړاندې کړ

د سامسنګ موبايلونو شرکت تراوسه پورې تر ټولو ازرانه 5G ګليکسي اې ٣٢ ځيرک موبايل وړاندې کړى دى.

دا موبايل چې په ښکلي ډيزاين کې جوړ شوى دى، مخې ته يې سيلفي کېمره او شاته يې ٤ کېمرې ورکول شوي دي. دا موبايل د ٢ رېمونو، سټوريج او په ٤ رنګونو کې وړاندې شوى دى.

د دې نوي موبايل د ٦٤ جي بي حافظې سره بيه ٢٧٩ يورو ده او د ١٢٨ جي بي حافظې سره يې بيا ٢٩٩ يورو ده.

که څه هم شرکت تراوسه پورې د دې موبايل ډېر معلومات نه دي شريک کړي، خو وايي چې ګليکسي اې ٣١ 5G په څلور بېلا بېلو رنګونو (تور، شين، وايليټ او سپين) رنګونو کې به په اروپا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

د دې موبايل په اړه د سامسنګ شرکت تراوسه پورې دا نه دي ويلي، چې د نورې نړۍ هېوادونو ته به تر کومې نېټې پورې دا موبايلونه وړاندې کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

سامسنګ موبايل

سامسنګ غواړي چې نور له موبايلونو سره چارجر او ګوشکۍ ور نه کړي

د سامسنګ ګليکسي ايس ٢١ لړۍ موبايلونه د دې شرکت لومړني موبايلونه دي چې ګوشکۍ …