د نيوزيلېنډ د ښځينه ملي لوبډلې لوبډلمشرې صوفي ډيواين په شل اوريزو لوبو کې نوى تاريخ جوړ کړ.
د رسنيو د راپورونو په وېنا، د نيوزيلېنډ د ښځو ملي لوبډلې کپتانې صوفي ډيواين د ښځو په شل اوريزو لوبو کې چټکه سليزه ووهله او نوى ريکارډ يې جوړ کړى. هغې د نيوزيلېنډ په سوپر سميش سياليو کې په ٣٦ توپونو سليزه ووهله.
صوفي ډيواين د ١٠٨ منډو توپوهنه ترسره کړه چې ٩ شپږيزې او ٩ څلوريزې يې هم ووهلې، د نيوزيلېنډ لوبډلې کپتانې په دغه لوبه کې په ٣٨ توپونو ١٠٨ ناسوځېدلې منډې وړې.
په کورنيو سياليو کې د ١٢٩ منډو هدف د ويلنګټن لوبډلې په ٨.٤ اورونو کې د ١٥.٥٩ په سټرايک رېټ سره پوره کړ. ويلنګټن لوبډلې په دغه لوبه کې د اوټاګو لوبډلې ته د ١٠ ويکټو په ستر توپير ماتې ورکړه.
د صوفي په يوه شپږيزه د باونډرۍ څخه بهر ماشومه ولګېده، چې وروسته صوفي له دغه ماشومې څخه بخښنه وغوښتله او خپله خولۍ يې ورته د ډالۍ په توګه ورکړه، همدا راز عکسونه يې هم ورسره واخيستل.
د يادولو وړ ده چې صوفي ډيواين ١١ کاله وروسته د ويسټ انډيزۍ لوبغاړې ډيانډر اډوټن د ٣٨ توپونو چټکې سليزې ريکارډ مات کړ او په ٣٦ توپونو يې چټکه سليزه د ښځو په شل اوريزو لوبو کې ووهله.