کورپاڼه / روغتيا / هوښيار شئ؛ د غوږ خيرى پاکول درته خطرناک ثابتېدى شي
غوږ

هوښيار شئ؛ د غوږ خيرى پاکول درته خطرناک ثابتېدى شي

ډېرى خلک د خپلو غوږونو د خيري پاکولو لپاره د مالوچو ډکي يا نور څه کاروي، چې دا ډېر خطرناک کار دى، ځکه په داسې کار سره ستاسې غوږونه کوڼ کېداى هم شي.

په دې ډول د غوږونو پاکول خو ليرې خبره ده، بلکې موږ خپلو غوږونو ته تاوان رسوي او که دوامداره دا کار وکړئ، نو ښايي د غوږونو له دردونو سره هم مخ شئ.

د پوزې، غوږونو او مرۍ يو متخصص ډاکټر عاطف حفيظ وايي، چې ٨٠ سلنه خلک په غوږونو کې د خيري مشکل نه لري، يوازې ٢٠ سلنه کسان داسې دي، چې دا ستونزه ورسره ده.

نوموړى په خپلو خبرو کې وايي، چې قدرت د غوږونو د پاکولو لپاره يو قدرتي سيسټم جوړ کړى دى، غوږ جوړ شوى داسې دى چې اوبه ورته دننه نه ورځي.

لکه څنګه چې پوزه او خوله اوبو ته ضرورت لري، همداسې غوږونه هم يو څه لوندوالي ته اړتيا لري چې له مخکې څخه پکې شتون لري. نو د مالوچو ډکي په مرسته د غوږونو پاکول او هغه ډېر دننه کول تاواني کار دى.

هغه وايي، د غوږ نرى سورى د بېلا بېلو شيانو د اچولو لپاره نه دى، په دې کې شک نشته چې پاکي ښه خبره ده، خو هر څه يوه طريقه لري، ستاسې په غوږونو کې يو څه خيرى ستاسې غوږونو ته هېڅ تاوان نه رسوي، بلکې دا قدرتي دى او دا د ځينو هدفونو لپاره ګټور هم دى.

دا هم ولولئ

په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار دماغ کمزوري کوي

استرالیایي روغتیاپالانو له دولس کاله څېړنو وروسته موندلې ده، چې له ۲۰-۲۵ کلنو کسانو کې …