کورپاڼه / روغتيا / سبزي خوړونکي نارينه د نړۍ د ژغورلو لپاره ځانونه شنډوي
روان سړى

سبزي خوړونکي نارينه د نړۍ د ژغورلو لپاره ځانونه شنډوي

په اسټراليا کې هغه کسان چې غوښې نه خوري او يوازې سبزي يا ترکاري خوړونکي دي، د نړۍ د ژغورلو لپاره ځانونه شنډوي، تر څو ابادي زياته نه شي.

د انډيا ټايمز وېبپاڼې د يو راپور په وېنا، اسټراليايي ډاکټر ډيم ډيوک د اې بي سي راډيو سره په يوه خپرونه کې دا راز افشا کړى دى. هغه وايي، چې په دې وروستيو کې د ١٨ څخه تر ٢٨ کلونو پورې ځوانان ځانونه شنډوي.

نوموړى وايي، دا کچه په دې وروستيو کې ډېره شوې ده او دا ځوانان يې تر ډېره سبزي يا ترکاري خوړونکي دي. هغه زياتوي، دوى له دې امله ځانونه شنډوي، تر څو د نړۍ ابادي زياته نه شي او په نړۍ کې چې اوس څومره وسايل دي، هغه وساتل شي.

په دې راپور کې همدا راز دا هم ويل شوي دي، چې ډاکټر تنوير احمد د سکاى نيوز سره په دې اړه په خپله مرکه کې ويلي دي، چې سبزي يا ترکاري خوړونکي نارينه له دې امله ځانونه شنډوي، چې په بازار کې د مانع حمل درمل تر ډېره پورې د سبزي خوړونکو لپاره نه وي.

هغه په خپلو خبرو کې زياتوي، چې سبزي خوړونکي له دې امله هم اندېښمن دي چې د نړۍ وسايل په کمېدو دي، نو ځکه دوى په لويه کچه د ماشومانو نه پېدا کولو پرېکړه کوي او د دې لپاره ځانونه شنډوي.

Loading...

دا هم ولولئ

خپه ښځه

آیا د خوراکي توکو په وسیله د سر د درد درملنه کېدلی شي؟

ویل کېږي چې ځینې وختونه د سر درد د فلج د ناروغۍ، په دماغو کې …