کورپاڼه / هنر او کلتور / د سعودي عربستان په جده او دمام کې نوې سينماګانې پرانيستل شوې
سينما

د سعودي عربستان په جده او دمام کې نوې سينماګانې پرانيستل شوې

د سينيبولس په نوم يو نړيوال شرکت د سعودي عربستان په دوه ښارونو، دمام او جده، کې پرمختللې سينماګانې پرانيستې.

د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، د سينيبولس شرکت د الحکير ګروپ او الطاير ګروپ په مرسته په دمام او جده کې پرمختللې سينماګانې جوړې کړې دي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د سينيبولس شرکت د سعودي عربستان حکومت نه اجازه ترلاسه کړې ده، چې په سعودي عربستان کې به په راتلونکو پنځه کلونو ٣٠٠ ميليونه ډالر پانګونه کوي، چې په دې کې به تر ٢٠٢٣ کال پورې ٢٠٠ نوې سينماګانې هم پرانيستل شي او ډېرو سعوديانو ته به دندې هم ورکړل شي.

د سينيبولس نړيوال شرکت په سعودي عربستان کې د سينماګانو لپاره انلاين وېبپاڼه او موبايل اپليکېشن هم جوړ کړى دى، تر څو سعوديان وکولاى شي چې په انلاين بڼه ټکټونه واخلي او د خپلې خوښې فلمونه وګوري.

د دغه سينماګانو په اړه ويل کېږي، چې د سينيبولس له لوري جوړې شوې سينماګانې په پرمختللې بڼه جوړې شوې دي، چې ارامه چوکۍ لري، ښکلې فضا لري، د غږ او ويډيو لپاره ډېره ښه ټېکنالوژي لري.

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د سعودي عربستان حکومت په دغه هېواد کې ډېر اصلاحات راوستي دي، چې د سينماګانو جوړول هم د همدې يوه برخه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

حريم شاه او مفتي عبدالقوي (2)

حريم شاه: د مفتي قوي په څېر خلکو ته بايد درس ورکړل شي

د پاکستان د ټک ټاک مشهورې ستورې مفتي عبدالقوي ته تر څپېړې ورکولو وروسته ويلي …