کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ايا پوهېږئ چې مجيب الرحمان په ٢٠١٧ کې هم پېښور زلمي لوبډلې سره و؟
مجيب الرحمان (2)

ايا پوهېږئ چې مجيب الرحمان په ٢٠١٧ کې هم پېښور زلمي لوبډلې سره و؟

د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) شپږم پړاو سياليو لپاره د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان د پېښور زلمي لوبډلې اخيستى دى.

نوموړى چې په ډايمنډ کټګورۍ کې اخيستل شوى دى، ايا پوهېږئ تر دې مخکې هم يو ځل د پېښور زلمي لوبډلې اخيستى و؟

تازه د پېښور زلمي لوبډلې په ټولنيزو رسنيو کې د مجيب الرحمان ځينې پخواني عکسونه هم خپاره کړي دي، چې په ٢٠١٧ کال کې د يادې لوبډلې سره يو ځاى و.

مجيب الرحمان هغه مهال د افغانستان ١٩ کلنې کم عمره لوبغاړى و، چې د ١٩ کلنو ځوانانو له لوبو کې ډېر ښه ځلېدلى و، خو په نړيوالو لوبو کې نه و لوبېدلى او نه هم ډېر مشهور شوى و.

په ٢٠١٧ کال کې د پېښور زلمي لوبډلې د ١٩ کلنو لوبډلې مجيب الرحمان او طارق ستانکزي د خپلې لوبډلې سره يو ځاى کړي و، خو دواړو د پېښور زلمي لپاره کومه لوبه نه وه ترسره کړې او يوازې په نټ کې يې ورسره برخه اخيستې وه.

خو اوس چې ١٩ کلن مجيب الرحمان په نړيوالو شل اوريزو لوبو او نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د نړۍ دويم مقام لرونکى غوره توپ اچونکی دى او د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې لوبېدلى، يو ځل بيا د پېښور زلمي لوبډلې اخيستى دى.


د پېښور زلمي لوبډلې د مجيب الرحمان د ٢٠١٧ کال هغه عکسونه خپاره کړي دي، چې مجيب الرحمان له دې لوبډلې سره يو ځاى و، همدا راز په دې عکسونو کې جاوېد اپريدى او طارق ستانکزى هم ليدل کېږي.

ياده دې وي چې د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) شپږم پړاو سيالۍ د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه پيلېږي، چې له مجيب الرحمان پرته راشد خان، محمد نبي، قېس احمد او نور احمد هم د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان: زموږ د ټاپ ارډر توپ وهونکي به د هر لوبډلې لپاره سرخوږی وي

راشد خان د ملي لوبډلې د توپ وهنې په اړه په ویلي دي، زموږ د …