کورپاڼه / بېلا بېل / اروپا کې د چينجيو د خوړلو اجازه ورکړل شوه
چينجي

اروپا کې د چينجيو د خوړلو اجازه ورکړل شوه

د اروپا د خواړو د خونديتوب ادارې د سنډي په نوم د يو ځانګړي چينجي د خوړلو اجازه ورکړې ده او ويلي يې دي، چې دا د انسانانو د روغتيا لپاره کوم مشکل نه لري.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په وېنا، د اروپا د خواړو د خونديتوب ادارې د اروپا په تاريخ کې په لومړي ځل د (ميل وارمز) يا (يلو ګرب) په نوم د چينجيو د خوراک اجازه ورکړې ده.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا چينجى لاروا ته ورته بڼه لري، چې ډېر ژر به په پاستا او نورو خوراکونو کې کارول پيل شي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د اروپا د خواړو د خونديتوب ادارې د (ميل وارمز) ته د انساني خوړو د جوړولو اجازه ورکړې ده. اجازې ورکولو وروسته به دا چينجى په خواړو او نورو شيانو، لکه بسکټ، پاستا، اوړو، ډبل ډوډۍ او نورو شيان کې وکارول شي او همدا راز وچول کېږي به هم چې د هر ډول خواړو سره وکارول شي.

ساينسپوه ايرمورلاوس ورويرس وايي، چې په دې (ميل وارمز) کې پروټين او فايبر په ګډون ډېر شيان شامل دي، چې د انساني روغتيا لپاره ګټور، بلکې لازمي دي.

هغه وايي، موږ په دې چينجي څېړنه وکړه او د دې تجزيه مو وکړه، چې ښې پايلې مو ترلاسه کړې، نو له هغه وروسته مو د دې د خوړلو اجازه ورکړه.

د يادولو وړ ده چې د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو، لکه افريقا، اسټراليا او نيوزيلېنډ کې له مخکې د ښويدونکو چينجيو د خوراک اجازه ورکړل شوې ده، چې په کبابو او نورو خوراکونو کې کارول کېږي.

اوس تازه اروپا هم په هغه هېوادونو کې شامل شو، چې د چينجيو د خوراک اجازه پکې ورکړل شوه.

بلخوا ځينې روغتياپالان وايي، چې د ميل وارمز د خوړو برخه جوړولو کې به ډېر وخت ولګېږي، ځکه ډېرى خلک ښايي له دې کرکه ولري او وې نه خوري، تر څو چې دا د خوړو برخه جوړېږي، ډېر وخت به واخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

اې ټي ايم ماشين

د مصر يو ځوان يوازې د ٢٤ ساعتونو لپاره ميليونر شو

په بيلجيم کې کارکوونکى يو مصري ځوان يوازې د ٢٤ ساعتونو لپاره ميليونر شو، هغه …