د چين حکومت د پاکستان د دولتي هوايي شرکت په الوتکو د درې اونيو لپاره بندېز لګولى دى، چې د دې الوتکې د ځينو مسافرو د کورونا پايلې مثبتې راوتلې دي.
پاکستان چې کميونيټ چين خپل تر ټولو نږدې ملګرى ګڼي، وايي، چې چين يې په پي اى اې الوتکو باندې د ٣ اونيو لپاره بندېز لګولى دى.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، دوه ورځې وړاندې د پاکستان يوه الوتکه بيجنګ ته تللې وه، چې په دې الوتکه کې د ١٠ کسانو د کورونا پايله مثبته راغلې وه.
چين هغه هېواد دى، چې د هر ورتلونکي کس د کورونا پايله په خپله معلوموي او که په کومه الوتکه کې د کورونا مثبتې پېښې ثبت شي، نو بيا پرې بندېز لګوي.
دا بندېز له يوې اونۍ څخه تر درې اونيو پورې وي، چې د پاکستان په پى اي اې الوتکو باندې هم د ٣ اونيو بندېز لګول شوى دى.
د يادولو وړ ده چې پاکستان هم په هغه هېوادونو کې شامل شوى دى، چې په برېتانيه کې پېدا شوى د کورونا نوى ويروس هم وررسېدلى دى.