کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / داسې ځيرک ماسک چې ځانګړنې به مو يې حېران کړي + ويډيو
ځيرک ماسک

داسې ځيرک ماسک چې ځانګړنې به مو يې حېران کړي + ويډيو

د نړۍ په ډېرى هېوادونو کې د کورونا د مخنيوي لپاره د واکسينونو لګول پيل شوي دي، خو بيا په نړۍ کې داسې خلک هم شته، چې هغوى د کورونا د مخنيوي لپاره له ټېکنالوژۍ څخه ګټه اخلي.

په امريکا کې يو داسې ځانګړى ځيرک د مخ ماسک جوړ شوى دى، چې ډېرې حېرانوونکې ځاګړنې لري، چې نه يوازې د کورونا مخنيوى کوي، بلکې د ساعتېري تر څنګ نور کارونه هم ترسره کوي.

په دې ماسک کې داسې ټېکنالوژي استعمال شوې ده، چې د موسيقۍ د اورېدو تر څنګ پرې خبرې هم کولاى شئ.

دا ماسک د اين ٩٥ په ډول ښکاره کېږي، چې د (هيزل) نوم ورکړل شوى دى. په دې ماسک کې د تازه هوا بندوبست هم شوى دى، همدا راز په خپله خپل رنګ هم بدلوي او د ټرانسپيرنټ (د داسې شيشې چې مخ پکې وليدل شي) بڼه هم خپلوي، تر څو نور خلک مو په اسانۍ وپېژني.

په هيزل ماسک کې مايکونه او همدا راز ګروپونه هم ورکړل شوي دي، دا د چارج پر مهال هم لګېږي او کله چې مو په مخ کړى وي، هم رڼا کوي، خو کله چې يې له مخ ليرې کړئ، بيا بند شي، د دې ماسک سره يو ځانګړى چارج هم شته.

د يادولو وړ ده چې دا ځانګړى ځيرک ماسک د امريکې په لاس ويګاس کې نندارې ته وړاندې شوى دى.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …