کورپاڼه / د لوبو راپورونه / څلورم ټېسټ، اسټراليا په لومړۍ ورځ ٢٧٤ منډې وکړې
مارنوس لابوشين

څلورم ټېسټ، اسټراليا په لومړۍ ورځ ٢٧٤ منډې وکړې

د هند او اسټراليا ترمنځ په څلورمه ټېسټ لوبه کې اسټراليا د لومړۍ ورځې تر پاى پورې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٤ منډې وکړې.

د ٤ ټېسټ لوبو لړۍ څلورمه يا وروستۍ لوبه نن په بريسبين کې د هند او اسټراليا ترمنځ پيل شوه. د لوبې په پيل کې اسټراليا پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د لومړۍ ورځې تر پاى پورې اسټراليا په لومړۍ پاڼۍ کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٤ منډې وکړې، چې د دويمې ورځې توپوهنه به هم پيلوي.

که څه هم د اسټراليا پيليز توپوهونکي ډيويډ وارنر په ١ او مارکس هاريس په ٥ منډو وسوځېدل، خو مارنوس لابوشين ١٠٨ او ميتيو ويډ ٤٥ منډې وکړې.

همدا راز ټيم پين په ٣٨ ناسوځېدلو او کيمرون ګرين په ٢٨ ناسوځېدلو منډو ولاړ دي.

د هند له لوري ټي ناټاراجن ٢، محمد سراج، شردل ټاکر او واشينګټن سندر ١-١ ويکټ اخيستي دي.

د يادولو وړ ده چې ټي ناټا راجن او واشينګټن د هند لپاره لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کوي.

تر دې مخکې په لومړۍ لوبه کې اسټراليا بريا خپله کړې وه او په دويمه لوبه کې بيا هند بريالى شوى و، همدا راز دريمه لوبه بې پايلې پاى ته رسېدلې وه، څلورمه لوبه چې هرې لوبډلې وګټله، لوبلړۍ به يې هم په نوم شي.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …