کورپاڼه / اسلام / د جمعې مبارکې ورځې فضيلت او اهميت
د جمعې ورځ

د جمعې مبارکې ورځې فضيلت او اهميت

د جمعې مبارکې ورځې پنځه ځانګړنې دي:

١-: په همدې ورځ الله پاک ادم عليه اسلام پېدا کړى.

٢-: په همدې ورځ حضرت ادم عليه السلام په ځمکه کې خليفه ټاکل شوى.

٣-: په همدې ورځ حضرت ادم عليه السلام وفات شوى.

٤-: دا داسې ورځ ده چې انسان له الله پاک څخه هر حلال او پاک شى وغواړي، هغه يې ورکوي.

٥-: په همدې ورځ به قيامت هم راځي.

د جمعې په ورځ په هر مسلمان غسل لازم دى، د سر ويښتان او د بدن نور ويښتان بايد پاک کړي او مسواک وکړي. ځکه مسواک په دې ورځ ډېر فضيلت لري. د غسل نه وروسته دې پاک کالي واغوندي او که ممکنه وي نو عطر دې ولګوي او نوکان دې غوڅ کړي. جومات ته دې وختي لاړ شي، هر څوک چې جومات ته وختي لاړ شي نو ډېر ثواب به ترلاسه کړي. (ترمذي)

رسول الله صلي الله علېه وسلم د جمعې د ورځې فضيلت داسې بيانوي او فرمايي، په دې ورځ کې يو داسې وخت دى چې مسلمان، چې د لمونځ پابندي کوي، له الله څخه هر څه وغواړي، هغه يې ورکوي. (مسلم شريف)

امام غزالي رحمة الله عليه په خپل کتاب (معرکة الاراء) کې ليکي: (ژباړه) کله چې په مسلمانانو کې اصلي اسلام و، نو د جمعې په ورځ به د فجر له وخت کوڅې او ښارونه د خلکو څخه ډک ليدل کېدل. ځکه چې ټول به سهار وختي جومات ته تلل. ډېر بېروبار به و، لکه د اختر په ورځو کې چې وي. بيا دا طريقه بدلېدله، خلک وايي دا لومړنى بدعت و چې په اسلام کې پېدا شو.

هغه مخکې ليکي، مسلمانانو ته شرم پکار دى. يهود او نصارى ته وګروئ او عبرت ترې واخلئ، چې هغوى د خپلې عبادت په ورځ، يعنې يهود د شنبې په ورځ او نصارى د يکشنبې په ورځ خپلو عبادتخانو ته په څومره شوق سهار وختي ځي.

دا هم ولولئ

آیا جادو خو درباندې نه وي شوی؟ په دې سورت سره معلوم کړئ

یو لږ شمېر خلک کله چې له دارو او درملو څخه ناهیلي شي، نو روحاني …