د مالېزيا حکومت په پلازمېنه کوالالمپور کې د پاکستان دولتي الوتکه (پي اى اې) په قرض يا پور کې ګرځولې ده.
د رسنيو د راپورونو په وېنا، د پي اى اې بوينګ ٧٧٧ الوتکه د کوالالمپور ځايي حکومت په خپله قبضه کې اخيستې ده او ويل کېږي، چې دا الوتکه په قرض يا پور کې ګرځول شوې ده.
د سرچينو په وېنا، د پي اى اې الوتکه نن د کراچۍ څخه کوالالمپور ته تللې ده، چې هلته د مالېزيا حکومت نيولې ده. دا الوتکه په ٢٠١٥ کال کې د وېتنام له يو شرکت څخه په پور يا ليز اخيستل شوې وه.
د پاکستان د پي اى اې وياند رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د کوالالمپور حکومت د دوى يوه الوتکه ګرځولې ده، چې په اړه يې د برېتانيې په يوه محکمه کې دوسيه هم روانه ده.
نوموړي رسنيو ته ويلي دي، چې د پاکستان حکومت سره يې دا خبر شريک کړى دى او له هغوى نه يې غوښتنه کړې ده، چې د مالېزيا حکومت سره په رسمي ډول دا موضوع وڅېړي.
په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د وېتنام له شرکت څخه چې دا بوينګ ٧٧٧ الوتکه پي اى اې په ليز اخيستې وه، ١٤ ميليون ډالر يې پاتې دي، چې تراوسه پورې نه دي ورکړل شوي.