د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان له اسټرالیا څخه متحده عربي اماراتو ته رسېدلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي فېسبوکپاڼه کې د راشد خان عکسونه خپاره کړي او ویلي يې دي، چې نوموړی ابوظهبي ته رسېدلی دی.
راشد خان له سډني څخه ابوظهبي ته روان شوی و، چې له روانېدو مخکې یې یو عکس هم خپور کړی و.
راشد خان د اسټرالیا بیګ باش تجارتي لیګ کې د اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې سره لوبېده، چې دا ځل يې په ۱۰ لوبو کې برخه واخیسته.
نوموړي په لس لوبو کې ۱۶ لوبغاړي وسوځول او ښه وځلېده.
همدا راز نوموړي په بیګ باش لیګ کې ۵۰ لوبې هم پوره کړې چې ۷۲ ویکټې يې ترلاسه کړې.
د یادولو وړ ده چې افغانستان د ایرلېنډ سره د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي، چې لومړۍ لوبه يې د جنورۍ په ۲۱مه نېټه ترسره کېږي.