کورپاڼه / روغتيا / که د غاښ درد لرئ یا مو غاښ چینجن وي، په دې ډول ځان ترې وژغورئ
غاښ درد

که د غاښ درد لرئ یا مو غاښ چینجن وي، په دې ډول ځان ترې وژغورئ

کوم کسان چې د غاښ له درد څخه تېر شوي وي یاهم تېرېږي، هغوی په دې ښه پوهېږي چې د غاښ درد څومره ځورونکي درد دی، چې د شپې پرمهال مو بیا خوب هم اغېزمنوي، نو که چېرته ډاکتر لاسرسی نه لرئ او غواړئ چې د ذکر شوي درد څخه وژغورل شئ، نو په لاندې لارو چارو عمل وکړئ او په دې ډول د غاښ له درد څخه ځان وساتئ.

  • یوه غټه نیمه کاچوغه د لونګو پوډر او د کوپرې تېل به راواخلئ، بیابه یې په یوه پیاله کې ښه سره ګډ کړئ او تیار شوی ترکیب به پخپل غاښ کېږدئ سمدستي به آرام در په برخه کړي، خو یاده دې وي چې دغه ترکیب تر دریو ورځو پورې وهلی شئ، له درې ورځو وروسته .یوه ډاکتر مراجعه وکړئ

  • ویل کېږي چې د امروتو د ونې پاڼه د میکروب ضد ځانګړتیا لري، چې استعمال یې نه یوازې د غاښ درد له منځه وړي، بلکې د خولې زخم او د ژامو سوخت هم ختموي. ددې لپاره به دوه د امروتو پاڼې راواخلئ او تر هغې به یې وژوئ، ترڅو یې چې اغېز نه وي ښېندلی.

  • د پیازو په جوړښت کې ځینې داسې کیمیاوي مواد شتون لري، چې هغه میکروبونه په نښه کوي، کوم چې د سوخت سبب ګرځي او په همدې ډول د غاښ په درد کې کمښت راولي. ددې لپاره به د پیازو یوه ټوټه راواخلئ او په هغه غاښ به یې وژوئ چې درد لري.

  • یوه وړه ټوټه یخ به راواخلئ او په یوه ټوټه کې به یې تاو کړئ او تر پنځلس دقیقو به یې په غاښ کېږدئ، ترڅو مو اعصاب آرام شي او د درد د کرارېدو سبب وګرځي.

  • لږه اندازه هوږه راواخلئ او په هغه غاښ یې وژوئ چې درد لري، نو په دې ډول به مو د غاښ درد آرامه شي.

  • یوه کاچوغه د دار چیني پوډر راواخلئ او پنځه کاچوغو شاتو کې به یې ګډ کړئ، بیا دغه ترکیب په هغه غاښ کېږدئ، چې درد لري نو آرام به وموي.

Loading...

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې له خرما او شېدو څخه د غذایي رژیم لپاره خواړه تیار کړو؟

ویل کېږي چې د خرما او شېدو استعمال ډېر ژر وزن کموي، ځکه چې په …