خپلواک وېبپاڼه (١٨ اکتوبر ٢٠١٩): سږکال شپږيزه کرکټ ليګ تر نورو کلونو په ډېر ښه ډول ترسره شوه، چې له امله يې د ځينو کسانو د کرکټ بورډ مشر فرهان يوسفزى وستايه او هغه ته يې د شپږيزې د پاى په مراسمو کې ستاينليکونه ورکړل.
د نورو کلونو په پرتله سږکال د شپږيزې کرکټ ليګ په ډېر منظم او ښه ډول ترسره شو، نه يوازې دا چې د مينه والو لپاره ډېر څه برابر شوي و، بلکې د لوبغاړو لپاره هم اسانتياوې رامنځ ته شوې وې، همدا راز د شپږيزې کرکټ ليګ د خپراوي لپاره هم منظم انتظام شوى و، چې ټولو خلکو د ملي ټلويزيون له لارې په ښه ډول ننداره کړ.
د نورو کلونو په پرتله سږکال د مينه وال جوش او جذبه هم ډېره وه او لوبغالي ته ډېر خلک د لوبو ليدلو ته راتلل. نن د شپږيزې په پايلوبه کې د بند امير ښامارانو او مس عينک اتلانو لوبډلې مخامخ شوې، چې مس عينک اتلانو په ٤ ويکټو د بند امير ښامارانو ته ماته ورکړه او د شپږيزې کرکټ ليګ اتلولي يې خپله کړه.
فرهان يوسفزى، د کرکټ بورډ قاطع مشر
د کرکټ بورډ مشر له ايي سي سي د بوديجې زياتولو غوښتنه کړې
د لوبې په پاى کې د پاى مراسم ترسره شو، چې غوره لوبغاړو ته پکې جايزې ورکړل شوې، همدا راز د سپانسرانو او سوداګرو له لوري د کرکټ بورډ مشر هم وستايل شو او دوه ستاينليکونه ورته ورکړل شو، چې سږکال يې شپږيزه ليګ په ډېر ښه ډول سره برابر او پاى ته ورساوه.
بل لوري د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر په خپله فېسبوکپاڼه د مس عينک اتلانو لوبډلې ته مبارکي ورکړه او له ټولو هغه کسانو يې مننه وکړه، چې په څه نا څه ډول يې په شپږيزه کرکټ ليګ کې برخه درلوده.