کورپاڼه / جالب / د ډرايورۍ په ټېسټ کې د ١٥٠ ځله ناکامۍ وروسته يې د تر ټولو بد ډرايور لقب هم وګاټه
ډرايور

د ډرايورۍ په ټېسټ کې د ١٥٠ ځله ناکامۍ وروسته يې د تر ټولو بد ډرايور لقب هم وګاټه

هغه خلک چې د ډرايورۍ شوق لري او غواړي چې د موټر چلونې اجازه يا لايسنس ترلاسه کړي، هغوى له هر څه دمخه د ډرايورۍ ټېسټ ورکوي او بيا لايسنس ترلاسه کوي.

خو په برېتانيه کې يو داسې کس هم شته، چې د خپل دې شوق پوره کولو لپاره يې اوږده موده تېره کړه او ١٥٧ ځلې په ټېسټ کې ناکامه شو، چې له هغه وروسته يې بريا ترلاسه کړه.

د برېتانيې د ډرايورۍ او موټرو د څار ادارې ويلي دي، چې د برېتانيې يو اوسېدونکي د ډرايورۍ په ټېسټ کې د ډېر ځل ناکامه کېدو جالب ريکارډ جوړ کړى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، دغه برېتانوي ١٥٧ ځل ټېسټونه ورکړل او ناکامه شو، خو په ١٥٨م ځل کې بريالى شو او په دې باندې د هغه ٤٣ زره پاونډه مصارف هم راغلل.

د برېتانيې ډېرى رسنيو دې سړي ته د نړۍ تر ټولو بد ډرايور لقب هم ورکړى دى، همدا راز د دې سړي د صبر ستاينه هم شوې ده، چې د ډرايورۍ د اجازې يا لايسنس ترلاسه کولو لپاره يې دومره خواري وکړه او دومره زيات ځلې يې ټېسټ ورکړ.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …