کورپاڼه / روغتيا / رانجه (کاجل) د سترګو د روغتیا لپاره څنګه دي؟
رانجه

رانجه (کاجل) د سترګو د روغتیا لپاره څنګه دي؟

ویل کېږي چې له کاجل او رنجو پرته د ښځو میک اپ نیمګړی وي، خو د دوی لپاره ترټولو بد خبر بیا دادی چې د کاجل یا رنجو استعمال د سترګو لپاره زیانمن تمامېږي. په ټوله اسیا بیا د افغانستان په ګډون په پاکستان، هندوستان او بنګله دیش کې هم ماشومانو ته د رنجو پورې کول یو رواج ګڼل کېږي او له پېړیو راهیسې یې نارینه او ښځینه د نظر د ښه کولو او د ښکلا لپاره استعمالوي. دغه راز ډېری میرمنې یې بیا خپلو نوو زېږېدلو ماشومانو ته په دې موخه پورې کوي، چې د ماشوم سترګې یې غټې شي.

روغتیایي کارپوهان له یوې څېړنې څخه معلومه کړې ده، چې د سینګار لپاره د کاجل یا رنجو استعمال نه یوازې دا چې د سترګو په دید اغېزې کوي، بلکې له دې څخه ډېرې خطرناکې پایلې هم لري. روغتیایي کارپوهان وایي چې په غیر معیاري کاجلو یا رنجو کې په ډېره اندازه د سیسې ذرې موندل کېږي، چې بیا یې د استعمال په پایله کې د سترګو دید له منځه ځي.

په امریکا کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې په رنجو یا لندو کاجلو کې تر خطرناکې اندازې پورې سیسه موندل کېږي، چې په همدې علت یې په ټوله امریکا کې په هر ډول رنجو بندیز لګولی.

د سیسې څو خطرناک زیانونه په لاندې ډول دي:

  • په رنجو او کاجلو کې موجوده سیسه بیا په وینه کې ګډېږي او په همدې ډول ماشوم ته زیان رسوي.

  • په ماشومانو کې د سیسې خطر دا دی، چې د وینې حجرو ته زیان اړوي او د وینې د کمښت سبب کېږي.

  • په ماشومانو کې په نه خبره د شور ماشور سربېره د دوی ځیرکتیا هم اغېزمنوي او ګردو ته یې ضرر رسوي.

  • که چېرته سیسه له وینې سره ګډه شي، نو ځیګر ته تاوان رسولی شي.

  • د رنجو په پورې کولو سره د سترګو نازکو پردو ته ضرر رسېدلی شي.

  • رانجه او سیسه د سترګو پاکوالی اغېزمنوي.

  • هغه کسان چې لینس لګوي، باید د رنجو له پورې کولو څخه ډډه وکړي.

  • د امیندوارو میرمنو پر ماشوم اغېز کوي او د ماشوم په دماغي ودې تاثیر پرېباسي.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …