د ٢٠٠١ کال د جنورۍ په ١٥مه نېټه دوه امريکايانو جيمي ويلس او ليري سينګر انلاين دايرة المعارف پيل کړ، چې د ويکيپيډيا نوم ورته ورکړل شو.
نن د ويکيپيډيا ٢٠ کلونه پوره شو، چې په ټوله نړۍ کې په اووم مقام کې ځاى لري او په انټرنېټ د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره يوه مهمه وېبپاڼه ده.
د دې انلاين دايرة المعارف د جوړولو تر شا دا فکر و، چې داسې يو ځاى جوړ شي، چې هر څوک وکولاى شي معلومات پکې خپاره کړي او ايډيټ يې کړي، خو کله نا کله له دې امله ستونزې هم جوړېږي.
IT IS OUR 20TH BIRTHDAY! 🎂
Wikipedia started as an ambitious idea. Over 20 years, people like you have made it possible. If you are a Wikipedia reader, contributor, donor, or fan — today is for you.
Join the celebration: https://t.co/XbYn6bLP70 #Wikipedia20 pic.twitter.com/UiyLcjF1sG
— Wikipedia (@Wikipedia) January 15, 2021
د انټرنېټ تر ټولو ستر سرچ انجن يا پلټنځي ګوګل له لوري د ويکيپيډيا معلومات نېغ په نېغ په سرچ يا پلټنځي کې راښکاره کېږي.
په ٢٠ کلونو کې په ويکيپيډيا کې له ٥٦ ميليونو څخه زياتې ليکنې خپرې شوې دي، چې ٣ ميليارده ځل دا ليکنې ايډيټ شوي دي او هره مياشت ١ ميليارد او ٧٠٠ ميليونه کسان ويکيپيډيا کاروي.
د فرانسې خبري اژانس (اې اېف پي) د راپور په وېنا، لومړى دا وېبپاڼه په انګليسي ژبه کې جوړه شوې وه، چې په دوه مياشتو کې دننه په جرمني او سويډش ژبو کې يې هم کار پيل کړ، اوس د پښتو په ګډون په ٣٠٩ ژبو کې د ويکيپيډيا معلومات انلاين شته.
د ويکيپيډيا مسوولين وايي، چې دوى په دې هڅه کې دي چې نورې ژبې هم ورزياتې کړي او همدا راز معلومات هم ورزيات کړي او شته معلومات ټولو ژبو ته واړوي.
خو په ويکيپيډيا کې د ليکوالانو او پوهانو تر څنګ عام خلک هم معلومات خپرولاى او ايډيټ کولاى شي او همدا يوه هغه خبره ده، چې د ځينو خلکو له لوري په ويکيپيډيا نيوکې هم کېږي، ځکه ډېرى مهال داسې کېږي، چې په ليکنو کې ځينې خلک په خپله لاسوهنې کوي.