کورپاڼه / روغتيا / آیا د مخ د پوستکي تازه ساتل شونی دی؟

آیا د مخ د پوستکي تازه ساتل شونی دی؟

هسې خو هر یو کس غواړي، چې د مخ پوستکی یې تازه وي او د مختلفو ناروغیو له اغېزو یاهم له ګونځو څخه وژغورل شي. د مخ د پوستکي خرابېدل ګڼ سببونه لري لکه د نامناسبو خوړو سربېره د لمر وړانګې او د هوا ککړتیا هم پرمخ اغېزې پرېباسي، چې بیا یې په سبب خپله طبیعي ښکلا او تازه والی له منځه ځي. نو اوس راځو دې ته چې څنګه له دې اغېزو وژغورل شو او د تازه ساتلو حل یې څه دی؟ ددې پوښتنې په ځواب کې له څو طریقو څخه کار اخلو ترڅو ممو پوستکی تازه او طبیعي ښکلا یې پرځای پاتې شي.

د لېمو د جوس په وسیله:

لېمو چې د ډېرو ویټامین سي درلودونکی دی، چې دفاعي سیستم ځواکمنوي او په استعمال سره یې د مخ ګونځي او د زړښت اغېزې او داغونه له منځه ځي. بس یوازې د لېمو اوبه راواخلئ او د لږو اوبو سره ګډې کړئ، بیا یې پرمخ ووهئ، نو مخ به مو ښکلی او تازه شي.

د پوستکي د نرمولو لپاره د ګلاب اوبه استعمال کړئ:

ویل کېږي ددې لپاره چې پوستکی مو ښکلی، تازه او مناسبه واوسي، د ګلابو له اوبو څخه ورته غوره بل شی نشته. یعنې د ګلاب اوبه پوستکی له بېخ څخه پاکوي او هر ډول چټلي، خاورې او نور اضافه توکي ترې خارجوي او د پوستکي سوري له خرابېدو څخه ژغوري. دغه راز د سترګو پر شاوخوا کې موجودې حلقې هم له منځه وړي.
ددې لپاره به دوه کاچوغې د ګلابو اوبه له څو څاڅکي ګلیسرین او له نیمې کاچوغې د لېمو اوبو سره به یې ګډ کړئ او له وېدو دمخه به یې د مالوچو په وسیله په مخ ووهئ.

د پوستکي د تازه والي لپاره د کوپرې د شېدو استعمال:

ویل کېږي کله چې پوستکي ته په مکمله توګه نمي ور ونه رسېږي، نو بیا پوستکی سپور او وچېږي، نو ددې لپاره چې پوستکی مو نمجن وي او تازه والي یې پخپل ځای پاتې شي، د کوپرې تېل ورته ګټور تمامېږي. که چېرته نه غواړئ چې د کوپرې تېل استعمال کړئ، نو کوپره به واخلئ او شېدې به ترې وباسئ او تر ۲۰ دقیقو به یې پر مخ ووهئ.

بادرنګ او مستې د پوستکي سپوروالی ختموي:

ددې لپاره چې پوستکی مو تازه او ښکلی واوسي، باید د پوستکي له مړو شوو حجرو څخه ځان وژغورو، چې ددې لپاره به له مستو او بادرنګو څخه ګټه اخلو، ویل کېږي چې ذکر شوي توکي نه یوازې دا چې پوستکی پاکوي، بلکې په نرمولو کې یې هم مرستندویه تمامېږي. ددې لپاره به پرې شوي بادرنګ په مستو کې ګډ او بیا به یې تر ۲۰ دقیقو پورې پر مخ ولګوئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …