کورپاڼه / روغتيا / د شپې له وېده کېدو دمخه د غوا د شېدو څښل څه ګټه لري او نبي کریم ﷺ یې په اړه څه فرمایي؟

د شپې له وېده کېدو دمخه د غوا د شېدو څښل څه ګټه لري او نبي کریم ﷺ یې په اړه څه فرمایي؟

شېدې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خوښې خواړه یا غذا وه، چې ډېری وخت به یې د غوا او اوزې د شېدو د استعمال په اړه ټینګار کاوه، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: پرته له شېدو بل داسې کوم شی یا توکی نشته چې هم دې د خوراک او هم دې د څښاک په توګه وکارول شي.

د حضرت صهیب رضی الله عنه څخه روایت دی، چې حضرت محمد صلی الله وسلم فرمایلي: تاسې د غوا شېدې د خپل ځان لپاره اړینې وګڼئ، ځکه چې دا شفا ورکوونکي او غوړ یې درمل دي.

ګټې:

ویل کېږي چې شېدې د انسان لپاره یو بشپړه داسې غذا ده، چې شاید پرته له دې کومه بله غوره غذا وجود ونه لري. یعنې په شېدو کې ټول هغه اړین توکي موجود دي، چې انسان ورته اړتیا لري او د استعمال په نتیجه کې یې انسان د ښې روغتیا څخه برخمن کېږي. دغه راز عموماً د هغه سیمو خلک چې شېدې استعمالوي د هغوی عمر ډېر وي.

بله خوا ویل کېږي شېدې چې یوه بشپړه غذا ده، په جوړښت کې کلسیم، پروټین، ویټامین ای، ویټامین کی، ویټامین بي ۱۲، امینو اسید، فایبر، سودیم اور نورې غذایي ځانګړتیاوې لري، چې د استعمال په نتیجه کې بدن پوره انرژي ورکوي. که څه هم ویل کېږي چې د سهار پرمهال په ناشته کې د شېدو استعمال اړین وي، چې بیا د دفاعي سیستم د قوت سبب کېږي، خو اوسمهال روغتیایي کارپوهانو ویلي که چېرته د شپې پرمهال یوه پیاله شېدې استعمال شي، نو لاندې ګټې ترې ترلاسه کېدلی شي:

د خوب ستونزه:

نن سبا د زیات عمر لرونکو سره سره ډېری ځوانان هم د خوب له ستونزې سره مخ دي، چې بیا یې په سبب پر روغتیا اغېزې پرېوځې او ټوله ورځ د کمزورۍ احساس کوي. روغتیایي کارپوهان وایي چې د شېدو په جوړښت ځینې داسې امینو اسیدونه شتون لري، چې د شپې پرمهال د ښه خوب سبب ګرځي او دفاعي سیستم ته ځواک وربخښي.

د قبض لپاره:

که چېرته د قبض یاهم د تېزابیت له ستونزو سره مخ یئ، نو د شپې له وېدو کېدو دمخه یوه پیاله شېدې وڅښئ، چې په دې به مو نه یوازې چې د قبض او معدې ستونزه حل شي، بلکې د سینې سوخت هم له منځه وړلی شي.

هډوکي ځواکمنوي:

دا چې شېدې پخپل جوړښت کې په زیاته اندازه کلسیم لري، نو استعمال یې د هډوکو د ځواکمنېدو سبب کېږي او د بندونو دردونه له منځه وړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ډېرو خوږو شیانو د خوړلو عادت یو بل زیان هم په ګوته شو

د ډېرو کسانو خواړه یا خوراکي توکي تر هغه وخته پورې بشپړ نه وي، ترڅو …