د برېتانيې د ټاور اف لندن نه يو بل کارغه هم ورک شوى دى، چې د دې کارغه له ورکېدو وروسته په خلکو کې اندېښنې خورې شوې دي.
د برېتانيې تاريخي تعمير (ټاور اف لندن) نه يو کارغه بل هم ورک شوى دى او له هغه وروسته بېلا بېلې خبرې کېږي.
د شاهي کورنۍ يا خرافاتو له مخې په ټاور اف لندن کې بايد لږ تر لږه ٦ يا ٧ ځنګلي کارغان هر وخت شتون ولري، که له دې څخه کارغان ورک شي، نو مطلب به يې دا وي چې د برېتانيې تخت يا تاج برېتانيه ماتېدونکى دى.
اوس داسې خبرونه خپاره شوي دي چې د ټاور اف لندن نه يو بل کارغه هم ورک شوى دى او دا خبر د دغه ټاور ساتونکو په خپله ورکړى دى.
د ټاور اف لندن د مسوولينو په وېنا، که کارغان دا ټاور پرېږدي، نو معنا يې دا ده چې د برېتانيې تخت ته تاوان رسېدونکى دى.
په ټاور اف لندن کې د ځنګلي کارغانو د ساتلو دا چاره له ١٧مې پېړۍ راهيسې د برېتانوي پاچا چارلس دويم په وخت کې پيل شوې ده.
چارلس دويم کارغان د خپل قوم او پاچاهۍ ساتونکي بلل او په دې يې عقيده لرله، که چېرته دا کارغان له دې ځايه لاړ شي، نو پاچاهي به يې ړنګه شي.
د يادولو وړ ده چې اوسمهال په برېتانيه کې د کورونا ويروس ډېر په چټکۍ سره خپرېږي او له بد وضعيت سره مخ ده. بل خوا برېتانيه د اروپايي اتحاد څخه هم ځان ويستلى دى.