کورپاڼه / ليکنې / څنګه کولی شو چې خلک مو له خبرو اغېزمن یا قانع شي؟
خلک

څنګه کولی شو چې خلک مو له خبرو اغېزمن یا قانع شي؟

ویل کېږي چې خلک له خپلو خبرو څخه اغېزمنول یا یې قانع کول یو لوی هنر دی، خو ستاسې د دلیل اغېزې یا قناعت دې خبرې پورې اړه لري، چې تاسې څه ډول دلیل وایئ؟ کارل هوولینډ یو له هغه ارواپوهانو څخه دی، چې د خبرو پرمهال یې د هغوی ځوابونو په اړه څېړنې کړي، چې خلک ترې اغېزمن کېږي یاهم قناعت ترلاسه کوي. نو راځئ چې هغه اصول یا نکتې ولولو چې په وسیله یې زموږ پیغام تر نورو پورې په اغېزمن ډول رسېږي او دې ته یې اړ کوي، ترڅو زموږ په خبرو قناعت ترلاسه کړي.

وخت:

ویل کېږي چې پر یو چا د خبرې د منلو لپاره صبر ته اړتیا وي، نو ددې لپاره چې یو چاسره خبرې وکړو، باید مخکې تر مخکې ورته فکر وکړو او له صبر څخه کار واخلو. دغه راز هغه کس چې موږ ورسره خبرې کوو، باید ښه یې وپېژنو او په مناسب وخت کې پرې خپله خبره ومنو.

د مینې اظهار:

ویل کېږي له هغه کس سره چې خبرې کوو او خپله خبره پرې منو، نو باید دمخه پرې سوچ وکړو او د خپلو خبرو اندازه ولګوو، نو په دې ډول به هم خپلې خبرې په آسانه ور ورسوو او هم به د خبرو پرمهال به له ستونزو څخه وژغورل شو.

باډي لینګویچ  ته ډېره پاملرنه وکړئ:

ویل کېږي چې د خبرو پرمهال ډېرې زیاتې ستونزې د باډي لینګویچ په وسیله حل کېږي. نو ددې لپاره چې پخپلو خبرو نور قانع کړو، نو باید د باډي لینګویچ څخه ګټه واخلئ.

خلک په ښو نومونو سره یاد کړئ:

ویل کېږي خلک تل له هغه خلکو څخه ډېر اغېزمن کېږي، چې د دوی ستاینه کوي او په ښو نومونو سره یې یادوي، نو د خبرو پرمهال دا نکته مه هېروئ.

خپل نظر وسنجوئ:

ویل کېږي چې مخکې له دې خبرې وکړئ او نور تر اغېز لاندې راولئ، نو خپل نظر وسنجوئ، ترڅو درته معلومه شي چې څوک ستاسې له نظر سره موافق دي او څوک مو د نظر خلاف رایه لري.

تل یو دریځ ولرئ:

ځینې وختونه له یو څخه ډېر مجلسونه په یوه موضوع راڅرخي، چې تاسې به له چاسره په زړه کې کېنه نه ساتئ او دا فکر هم مه کوئ چې خلک ستاسې د نظر خلاف روان دي، بلکې په اختلافونو فکر وکړئ او په مناسب وخت کې پرې خبرې وکړئ. که چېرته تاسې خپل دریځ بیا بیا ځلې تکرار کړئ، خلک مجبورېږي، چې ستاسې په دریځ فکر وکړي.

په پوره باور سره ستونزې حل کړې:

کله چې خلک په دې پوه شي چې تاسې څه وایئ په هغې باور هم لرئ، نو هغوی به په ډېره مینه ستاسې طرف ته راشي یا به مو مینوال شي. دغه راز کله چې خبرې کوئ نو په پوره باور سره یې وکړئ، که چېرته مو خپل مطمین، نو په همدې توګه به د خلکو په قانع کولو کې بریا ترلاسه کړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

هیله لرل د اوږد عمر او د غوره روغتیا راز ګڼل کېږي

د یوې څېړنې له مخې معلومه شوې چې هیله درلودل یا هیله پیدا کېدل د …