د پاکستان مشهور خبريال حامد مير وايي، چې په ټوله نړۍ کې پاکستان ذليله شوى دى، خو که څوک په دې اړه غږ پورته کوي، هغه بيا خاين ګرځول کېږي.
حامد مير چې د پاکستان يو له مشهورو خبريالانو څخه دى او د جيو ټلويزيون کې د (کيپيټل ټاک) په نوم سياسي خپرونه چلوي، د پاکستان په حکومت د کره کتونکو په توګه هم پېژندل کېږي.
نوموړي وروسته له هغې چې د پاکستان د دولتي شرکت پي اى اې يوه الوتکه د مالېزيا حکومت په پور يا قرض کې وګرځوله، په يو ټويټ کې د پاکستان په حکومت نيوکې کړې دي.
حامد مير په خپل ټويټ کې ليکلي دي، کله په برېتانيه کې د پاکستانيانو بانکي پېسې براډ شېټ په خپله قبضه کې اخلي او کله بيا مالېزيا د پي اى اې الوتکې څخه مسافر کوزوي او الوتکه ګرځوي، پاکستان په ټوله نړۍ کې ذليله کېږي، خو که په دې ذلالت باندې څوک افسوس کوي، نو هغه ته بيا د هېواد دښمن ويل کېږي.
کبھی برطانیہ میں پاکستان کے بنک میں موجود پاکستانیوں کی رقم براڈ شیٹ اپنے قبضے میں لے لیتی ہے کبھی ملائشیا میں پی آئی اے کے طیارے سے مسافروں کو اتار کر طیارہ تحویل میں لے لیا جاتا ہے پاکستان کو دنیا بھر میں ذلیل کرایا جا رہا ہے جو اس ذلالت پر افسوس کرے وہ ملک دشمن قرار پاتا ہے https://t.co/mjEuEjmqqZ
— Hamid Mir (@HamidMirPAK) January 15, 2021
د يادولو وړ ده چې پرون د مالېزيا حکومت په کوالالمپور کې د پي اى اې الوتکې څخه مسافر کوز کړل او الوتکه يې په خپل واک کې واخيسته.
ويل کېږي چې دا الوتکه له پاکستان څخه د قرضونو يا پور په بدل کې ګرځول شوې ده او په دې الوتکه د برېتانيې په يوه محکمه کې دوسيه هم روانه ده.