کورپاڼه / هنر او کلتور / د سعودي عربستان په رياض کې (ډرايو ان سينما) جوړېږي
رياض ډرايو ان سينما

د سعودي عربستان په رياض کې (ډرايو ان سينما) جوړېږي

د سعودي عربستان په دمام او جده کې د نويو سينماګانو د جوړولو تر اعلان وروسته اوس تازه ويل شوي دي، چې د سعودي عربستان په رياض ښار کې به ډرايو ان سينما هم د خصوصي سکتور په مرسته جوړه شي.

ډرايو ان سينما په يوه خلاص مېدان کې جوړېږي، چې فلم کتونکي په خپلو موټرو کې ورته ناست وي او فلمونه ګوري، دا ډول سينماګانې په نړۍ کې ډېرې کمې دي.

د عاجل وېبپاڼې په راپور کې ويل شوي دي، چې د رياض ښاروالي د سعودي وژن ٢٠٣٠ په لړ کې د نويو پروګرامونو لپاره کار کوي، تر څو خلکو ته د هغوى د خوښې پروګرامونه برابر او وړاندې کړي.

د رياض ښاروالي د خصوصي سکتور په مرسته په رياض کې ډرايو ان سينما جوړوي، چې په دې سينما کې به هره ورځ درې فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي، چې عربي او د نورو هېوادونو فلمونه به پکې شامل وي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په دې سينما کې به د ١٥٠ موټرو د ځايېدو لپاره ځاى وي، همدا راز د کورونا د مخنيوي لپاره به احتياطي تدابير هم نيول کېږي، د خواړو بندوبست به هم وي خو څوک به له خپلو موټرو نه راکوزېږي، بلکې د اپليکېشن په مرسته به يې راوغواړي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د دې سينما په مرسته به د خلکو شخصي حريم هم وساتل شي او هر څوک به د فلم غږ په خپل موټر کې د لاسپېکر په مرسته په ښه ډول اوري.

د رياض ښاروالۍ ويلي دي، چې ډېر ژر به دوى په ټويټر کې د ډرايو ان سينما د ټکټونو اخيستو پروسه هم له خلکو سره شريکه کړي، چې خلک وکولاى شي بيا په انلاين بڼه د فلم کتلو ټکټ ترلاسه کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

اجی دیوګن د غوسه ناکو سکانو له لوري بې عزته شوې

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند د بزګرو پاڅون کوونکو د ملاتړ د نه کولو …