کورپاڼه / خبرونه / د هارديک او کرونال پانډيا پلار ومړ
هارديک پانډيا او کرونال پانډيا

د هارديک او کرونال پانډيا پلار ومړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې مشهورو لوبغاړو هارديک پانډيا او کرونال پانډيا پلار د ٧١ کلونو په عمر ومړ. د هندي رسنيو راپورونو په وېنا، همانشو پانډيا باندې د زړه حمله راغلې وه، چې خپل ژوند يې له لاس ورکړ.

هارديک پانډيا چې د اسټراليا پر وړاندې د محدودو اورونو لوبو لپاره تللى و، تېره مياشت بېرته هند ته راستون شوى دى او کرونال پانډيا بيا د سيد مشتاق علي ټرافي کې د بروډا لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لرله، چې يادې سيالۍ يې په نيمايي کې پرېښي او د کور په لور روان شوى دى.

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي هم د هارديک او کرونال پانډيا د پلار د مړينې په اړه په ټويټر کې يو ټويټ کړى دى او له هغوى سره يې غمرازي ښکاره کړې ده.

دا هم ولولئ

سنجى منجريکر

سنجى منجريکر: حېدراباد په دې لوبغاړو په بريا خپلولو نه ارزي

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې پرون يو ځل بيا ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه او ګټې …