کورپاڼه / د لوبو راپورونه / اسټراليا په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٦٩ منډې وکړې
اسټراليا لوبغاړي

اسټراليا په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٦٩ منډې وکړې

په څلورمه ټېسټ لوبه کې د اسټراليا لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٦٩ منډې وکړې، خو هند بيا د دويمې ورځې تر پاى پورې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٦٢ منډې کړې دي.

د څلورمې ټېسټ لوبې پچه اسټراليا ګټلې وه او لومړى يې توپوهنه غوره کړې وه.

د اسټراليا لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې مارنوس لابوشين ١٠٨، ټيم پين ٥٠، کيمرون ګرين ٤٧ او ميتيو ويډ ٤٥ منډې وکړې، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو اسټراليا ٣٦٩ منډې ترلاسه کړې.

د هند له لوري ټي ناټاراجن، شردل ټاکر او واشينګټن سندر ٣-٣ لوبغاړي وسوځول.

د دويمې ورځې تر پاى پورې هند د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٦٢ منډې ترلاسه کړې. روهيت شرما ٤٤ او شوبمن ګيل ٧ منډو باندې وسوځېده، همدا راز چيتيشور پجارا په ٨ او اجينکى ريهانى په ٢ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي.

د اسټراليا له لوري پاټ کومنز او ناتن ليون ١-١ ويکټې ترلاسه کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …