کورپاڼه / خپلواک / پرلپسې ماتې، پاکستان سرفراز له کپتانۍ فارغه کړ
سرفراز احمد

پرلپسې ماتې، پاکستان سرفراز له کپتانۍ فارغه کړ

خپلواک وېبپاڼه (١٨ اکتوبر ٢٠١٩): د سريلانکا د ځوانو لوبغاړو لوبډلې څخه د پرلپسې او شرموونکو ماتو خوړلو نه وروسته د پاکستان کرکټ بورډ سرفراز احمد د درې واړه فارمېټونو له لوبډلمشرۍ ليرې کړ.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، د پاکستان کرکټ بورډ له پرلپسې ماتو وروسته ستره پرېکړه وکړه او سرفراز احمد يې د درې واړه فارمېټونو له لوبډلمشرۍ ليرې کړ. په ټېسټ سياليو کې نوى لوبډلمشر اظهر علي وټاکل شو او په شل اوريزو سياليو کې بيا بابر اعظم لوبډلمشر شو، همدا راز د يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر به هم ژر اعلان شي.

د پاکستان کرکټ بورډ په خپل اعلان کې ويلي دي، چې د نوي يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر پرېکړه به راتلونکي کال کې د هالېنډ سره د لوبلړۍ نه مخکې وکړي. ياده دې وي چې پاکستان د هالېنډ هېواد سره د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ د ٢٠٢٠ کال د جولاى د ٤مې نه تر ٩مې نېټې پورې ترسره کوي.

له سريلانکا شرموونکې ماتې، پاکستاني مينه وال په کپتان غصه سړه کړه

سريلانکايي راجا پاکستاني بالران ښه وټکول

مکي ارتر: د پاکستانۍ لوبډلې له لاسه مې ژوند تباه شو

بل لوري ته بيا پاکستانۍ رسنۍ دا راپورونه هم ورکوي، چې د کپتانۍ له تګ سره سم ښايي د سرفراز احمد لپاره په لوبډله کې هم ځاى پاتې نه شي او هغه له لوبډلې هم وايستل شي، خو د پاکستان کرکټ بورډ بيا په دې تړاو رسمي څه نه دي ويلي.

بل لوري ته د سرفراز احمد له کپتانۍ ليرې کولو سره هممهاله د پاکستان کرکټ بورډ په ټويټر يوه ويډيو خپره کړه، چې لوبغاړي پکې خوشحالۍ کوي او يو کس سرفراز احمد ته اشاره کوي چې له دې ځايه ووځه. د دغه ويډيو په خپرېدلو سره خلکو د پاکستان کرکټ بورډ باندې سختې نيوکې وکړې چې وروسته دغه ويډيو له اکاونټ ليرې کړل شوه.

همدا راز پاکستاني رسنۍ دا راپور هم ورکوي، چې نن سهار سرفراز احمد د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر وسيم خان سره ليدلي و، چې هغه ترې غوښتنه کړې وه چې له لوبډلمشرۍ دې استعفا وکړي، خو په ځواب کې ورته سرفراز احمد ويلي و، چې هغه دا کار نه کوي، وروسته بيا د پاکستان کرکټ بورډ په خپله اعلان وکړ او هغه يې نه يوازې دا چې له لوبډلمشرۍ ليرې کړ، بلکې له لوبډلې يې هم ليرې کړ او ورته يې وويل چې په ځان دې کار وکړي او بيا دې لوبډلې ته راشي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …