د سريلانکا او انګلستان ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ښه توپوهنه ترسره کړه او تر څلور سوه زياتې منډې يې ترلاسه کړې.
سريلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې ١٣٥ منډې کړې وې، چې په ځواب کې يې انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٤٢١ منډې وکړې. د انکلستان لپاره جو روټ تر ټولو ښه توپوهنه ترسره کړه او ٢٢٨ منډې يې وکړې، همدا راز ډان لاورينس ٧٣ او جوني بيريسټو ٤٧ منډې وکړې.
د سريلانکا له لوري ديلروان پيريرا ٤، لاسيت امبولډنيا ٣ او اسيتها فرنانډو ٢ لوبغاړي وسوځول.
د يادولو وړ ده چې انګلستان د ٢ ټېسټ لوبو لوبلړۍ لپاره سريلانکا ته په سفر تللې ده، چې دا دواړه سيالۍ د اى سي سي ټېسټ نړيوال چيمپينشپ برخه دي.
د انګلستان توپوهونکي جو روټ په نننۍ لوبه کې په ټېسټ سياليو کې د ٨٠٠٠ منډو هدف هم پوره کړ.