د وټساپ شرکت د کاروونکو پر وړاندې په ګونډو شو او د خپلې پالېسۍ د پلي کولو پرېکړه يې واپس واخيسته، تر څو نورو اپليکېشنونو ته د وټساپ کاروونکو د ورتګ مخه ونيسي.
د وټساپ په نوې پالېسۍ د خلکو له سختو نيوکو او همدا راز سګنال، ټيليګرام، بيپ او نورو اپليکېشنونو ته په تګ وټساپ خپله پاليسي وځنډوله او وې ويل چې د هيچا اکاونټ به نه ډيليټ کېږي.
د وټساپ مسوولين وايي، چې د نوې پالېسۍ په اړه د خلکو له نيوکو وروسته يې خپله پرېکړه ځنډولې ده او په پالېسۍ به بيا له سره کتنه کېږي، چې د کاروونکو رايې به هم پکې شامله وي.
وټساپ همدا راز د خپلو کاروونکو څخه هم مننه کړې ده، چې له دوى سره يې اړيکه ونيوله، هغوى ويلي دي، چې اوس به نېغ په نېغه له کاروونکو سره خبرې کوي او د خپلې تېروتنې په ځاى کولو هڅه به کوي.
Thank you to everyone who’s reached out. We’re still working to counter any confusion by communicating directly with @WhatsApp users. No one will have their account suspended or deleted on Feb 8 and we’ll be moving back our business plans until after May – https://t.co/H3DeSS0QfO
— WhatsApp (@WhatsApp) January 15, 2021
همدا راز وټساپ وايي، چې د فبرورۍ په اتمه نېټه به د هيچا اکاونټ هم نه ډيليټ کېږي او دوى به خپله نوې پالېسي د مۍ په مياشت کې يو ځل بيا خلکو ته وړاندې کړي او تر هغې پورې کاروونکو ته پکار دي چې د وټساپ د شرطونو جايزه واخلي.
د يادولو وړ ده چې د وټساپ شرکت د خپلې نوې پالېسۍ له اعلان سره سم ويلي و، چې د دوى معلومات به د فېسبوک په ګډون له نورو شرکتونو سره شريکېږي او که څوک يې نوې پالېسي ونه مني، نو دوى به يې اکاونټونه ډيليټ کړي.
د دې نوې پالېسۍ له راتګ سره سم که يو خوا خلکو په وټساپ سختې نيوکې وکړې، نو بل خوا په ميليونونو خلکو وټساپ پرېښود او د نورو اپليکېشنونو مخه يې وکړه.
په دې څو ورځو کې نه يوازې ټيليګرام، بلکې سګنال، بيپ او نورو اپليکېشنونو ته هم په ميليونونو خلک لاړل او د دوى کاروونکي ډېر په چټکۍ سره زيات شو.
د وټساپ په داسې چټکۍ سره تر پرېښودو وروسته د وټساپ اداره دې ته مجبوره شوه، چې د خلکو د تګ د مخنيوي لپاره خپله پالېسي وځنډوي.